Baz blog

په پغمان کې له مشرانو سره

16.07.2009 11:53

پغمان د کابل ښار لويديز ته  هغه ولسوالۍ ده چې  هره اونۍ ورته د تفريح لپاره په سلګونو  سيلانيان ورځي. د جمعې په ورځ خو  د دې  سيلانيانو شميره زرګونو ته رسيږي. د تيرې سه شنبې په ورځ د پغمان د ښکلې درې د نندارې  وياړ راته د خپلو ګرانو او قدرمنو مشرانو په ګډون حاصل شو. بختانی صاحب، پسرلی صاحب، شپون صاحب او غضنفر سره تللی وم.
پغمان ته دا زما ړومبی ځل  نه و، بلکې په لسګونو ځلې تللی وم. خو دا ځل تګ ډېر بختور  ځکه و چې له استادانو مو درنې او په تول پوره خبرې واوريدې. دومره درانه بحثونه  مې واوريدل چې ونه توانيدم چې تر تاسو يې درورسوم. البته  د مشرانو څو انځورونه درباندې کتلای شم. هيله ده چې خاطر مو پرې دروند نه شي.

په درنښت ستاسې باز

الهام 27.12.2011 13:32

مننه

س ٠ق ٠سعیدی 18.10.2009 11:37

Salam Abid Saib.
Stas sakh dera mana kawam, chi tasi da khpalo mashrano au dostano aksoona chap kari di au zamonga tand pri matawai. dasi dostan mo pa ki walidal ch der wakht mo na wa leedali. Allah di tata au ham dagha raz da tolafghan chalawonko ta khier warkri.
Stasi wroror Saeedi, سویلی کوریا د سیول ښار

zakirullah shinwary 30.07.2009 14:34

عابدصیب تل دی خدای خوشاله او ارام لره.
تاسو نه یواځې دفرهنګ ، کلتور او ادب خدمت ته ملا تړلې بلکه زمونږ دسترو مشرانو خدمت او دهغوی نازولو ته دی هم ملا تړلې. څومره ښه ښکاری چې دهغوۍ دخدمت یوه بیلګه دی په انځوریزه بڼه وړاندې کړې . هغوی ناست دی او ته ورته د دیګ چمتووالې نیسې.

بیاهم سوکاله اوسې
همیشه خوشحاله اوسی او اباد ذاکرالله شینواری له کابله نه

zakir@jesusanswer.com

نذیر احمد نذیر 19.07.2009 13:03

عابد صاحب سلامونه او نیکې هیلې
خدای د خوښ لره
د استادانو په تصویرونو مو د زړه خوښ کړ، داسې احساس مې وکړ چې خپله یې له نږدې ګورم
تاته د خدای خیر درکړي
دا ستا برکت دی
په درنښت
نذیر

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.