Baz blog

زما پيژندنه

22.07.2009 05:32

مور او پلار راباندې بازمحمد نوم ايښی و.  په ١٣٤٦ کال کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخيلو کلی کې د شهزاده په کور کې زيږيدلی يم. د نيکه نوم مې ملک مرجان و.  په اووه کلنې کې د خپل کلي په منځني ښوونځي (اوس د ثمرخپلو ليسه) کې شامل کړای شوم. له اتم ټولګي چې فارغ شوم، نو د ننګرهار ليسې ته ور وپيژندل شوم. تر شپږو مياشتو پورې مې د ننګرهار په ليسه کې زده کړې وکړې.  ١٣٦١لمزيز کال چې د ثمرخيلو منځني ښوونځي ته د ليسې درجه ورکړل شوه. ما هم خپله سه پارچه د ثمرخيلو ليسې ته وروړه. په همدې ليسه کې مې تر يوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې او د دولسم ټولګي د کلنۍ ازموينې په پيل کيدو وې چې عکسرۍ ته د نيولو له ويرې پيښور ته په کډه شوم. هلته د مهاجرت د سختو لنډو سره مخ شوم. و مې نه شوو کړای چې لوړې زد ه کړې وکړم. ايله دومره مې وکړای شول چې د دولسم ټولګي شهادتنامه د يوه افغاني ښوونځي څخه تر لاسه کړم. د زده کړې تنده مې د جهادي ادب په ورځپانو او مجلو خړبوله.
په ١٩٩٣ ميلادي کال مې په شعر ويلو پيل کړی دی او په همدې وخت کې مې ځان ته د عابد تخلص خوښ کړی و.  په ١٩٩٦ کې مې لنډه کيسه ليکنې ته مخه کړې وه. لومړۍ شعري ټولګه  ( دنکريزو پاڼه)  مې په ١٩٩٧ کې د ناهيد کتاب خپرولو موسسې له خوا خپره شوې وه او دوهمه شعري  ټولګه ( لو دی د لونګو) په ٢٠٠٠ ميلادي کال د هيلې مجلې خپرنيز ارګان خپره کړې وه. په ٢٠٠٤ ميلادي کال مې د لنډو کيسو يوه ټولګه خپره شوه چې په لندن کې ميشتو فرهنګپالو يې لګښت په غاړه اخيستی و. ټولې په کې ١٩ کيسې راغلي دي. په ٢٠٠٧ ميلادي کال مې يوه بله شعري ټولګه چې د نکريزو پاڼه او لو دی د لونګو يې هم په غيږ کې نيولي دي، د ( جانانه کله خو راپيښه وکړه)  دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړه. په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د افغان ادبي بهير راپورونه د ختيزې سيمو د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې د افغان ادبي بهير په نامه خپاره کړل. په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې مې د ( کاروان خبرې کوي) په نامه يو کتاب د ميدان وردګو والي د مڼې ګل د مشاعرې په وياړ خپور کړ. دا کتاب د وتلي شاعر پير محمد کاروان هغه مقالې دي چې په يارانو شاعرانو يې ليکلي دي.
له پنځلسو کلونو راهسيې مې په افغان ادبي بهير کې فعاله ونډه اخيستې ده.  په پيل کې به مې په بهيروالو د چايو پيالې وېشلې، بيا به مې بهير راپورنه ليکل او بيا مې څو کلونه د بهير وياندي کوله او اوس چې بهير په کابل کې غونډې کوي، د بهيروالو خدمت او د ادب پراختيا ته مې ملا تړلې ده.
لومړۍ رسمي دنده مې په پيښور کې د (عرفان کلتوري مرکز) سره پيل کړه چې د يوې معتبرې درې مياشتنۍ مجلې د پښتو د برخې ايډيټر اوم. او دوهمه رسمي دنده مې د افغانستان له پاره د بي بي سي راډيو د تعليمي پروژو  سره  د چاپي نشراتو په برخه په ٢٠٠٢ ميلادی کال په پيښور کې پيل کړې چې تر اوسه ورسره په کابل کار کوم.

ايمل ادرس: baz_moh1@hotmail.com

موبايل شميره:0093708198512
0093777203038
پيښور موبايل: 00923459202120

عطی الله حیران کوتوال ولایت ننګرهار 09.02.2014 11:07

گرانه عابد صاحب ډیره مننه ډیرزیات خدمت دی کړی دی خپلو وطنوالو ته زه هم له تا څخه زیات خوښ یم او الله تعالی ْدی ډیری پیرزوینی درته په نصیب کړی

سمسوراهتمام 25.09.2013 05:40

سلامونه ! ښه وختـونه ولرئ!!
څنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، خه خو شور ځه خو غوغا کړه

زما وړاندیز دپاس الوتونکي باز دانځورپه هکله دی زما به فکر دباز دسر بڼـکې سپينې نه وي بڼـکې يې دتـور وجود دبڼـکو په ځېر وي همدارنګه دښاغلي عابد باز صیب دسر وېښتان هم لاتر اوسه نه دي سپين شوي !؟
والـســـــلام علیکم ورحمـة الله وبرکاته.

مننه ګرانه اهتمام صیب
که درته ووايم چې اوس د باز د سر ويښتان هم سپين شوي خو دا بيله خبره ده چې توروي يې، هههههههههههههه

حزب الله احمدزی 28.05.2013 06:20

لازیاته بریالیتوبونه درته غوارو

ماحمدحلیم رحیمی 18.04.2013 18:54

عابد صېب لوی څښتن تعالی د په خپل حفظ او امان کې وساته چې تل ترتله پښتوژبې اوپښتو قوم ته خاد م واوسېږې .په دې خو دي بیا بیخي دمور شیدې شه چې د قره باغ جان انځورونه د نټ ته رسولي والسلام مع الاکرام ستاسو ورور قاري حلیم رحیمي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.