Baz blog

خوږه او که ترخه خاطره؟ عابد

27.08.2009 06:23

زه په داسې يوه دفتر کې کار کوم چې په هفته کې دوه ورځې رخصتي لري . د جمعې ورځ خو نيمايي په حمام  او د جمعې د لمانځه په اهتمام  تيره شي او پاتې نيمايي ورځ يې د بهير  په غونډه کې په ډېره ښه شان تيره شي. ورپسې چې د شنبې  ورځ وي نو دا ورځ زما له پاره ډېره خوښي ځکه رابخښي چې ارام  په کې کوم. او که  ارام نه وي نو د ځينو دوستانو او خپلوانو ليدو ته يې وقف کوم. تيره شنبه راته يو شاعر ملګري ټيلفون وکړ چې کوم ځای ته درپسې درشم، زما هم رخصت دی چې ورځ مو ښه تيره شي.
ما شاعر ملګري ته ځای وروښود او نيم ساعت به لا تير نه و چې په خپل کرولا موټر کې راغی او زه يې له ځانه سره سپور کړم. کابل نندارې  ته ورغلوو، د مرنجان تپې ته پورته شوو،  په نوي ښار کې يې کابل بانک  ته مخامخ د سرک پر غاړه موټر ودراوه، دوه تنو ماشومانو شله ګي کوله چې موټر يې ورته ومينځي. زه  پياده رو ته ختلی وم او ملګري ته منتظير وم. په دوه جونو مې نظر پريوت چې په همدې پياده رو زما په لور  راروانې وې. په غلچکي نظر مې وار په وار څارلې، جونو د کابليانو په فيشن ښې سنبالې وې. هغوی چې په لس دولس مترو واټن کې رانيږدې شوې، دواړو يې ماته په ځير ځير کتل، زه وشرميدم او خپل پام مې په بله واړاوه. خو کله چې هغوی زما له څنګه تيرېدې، يوې بلې ته په پښتو ژبه وويل عابد صاحب دې وليدو؟ ما يو تيندک وخوړ، يوې جينۍ زما په لور بيا راوکتل، زه وشرميدم اوداسې مې وښوده چې ما ګوندې ستاسې   خبرې هيڅ اوريدلي نه دي.
هغوی  دلباس په يوه مارکيټ ننوتې . په دې وخت کې مې شاعر ملګری هم راورسيد.  د جونو خبره مې ورياده کړه. هغه راته فکر کوم په رخه وويل چې تا خو به خامخا پيژني ځکه چې په هر ټلويزيون او راډيو کې ته ميلمه يې، له دې خبرې سره مو په کټ کټ سره وخندل. ملګري مې راته وويل چې د لباس مارکيټ ته موږ هم ورځو چې زه دوه جوړه  د اوړي د استعمال پتلونونه اخلم. مارکټ ته ننوتو، دومره لوی،بې سره او بې سامانه و چې که يوازې ورته ننوتی وم شايد چې په اسانه به مې د راوتو لاره نه  وه پيدا کړې. يو ساعت قدرې به په مارکيټ کې ګرځيدلي وو، ملګري مې دوه جوړه د اوړي لباس ځان ته واخيست، دوه پلاستيکي کڅوړې يې په لاس کې نيولې وې، يوه ترې نزاکتاً ما واخيسته او له مارکيټ نه په ووتو کې و چې د سرک په غاړه مو هماغه جينکۍ وليدې. ملګري ته مې وويل چې هغه جونې دا دي چې زما په اړه يوې بلې ته ويل. ملګري چې مې جونې وليدې، نو خدای شته چې ګبڼی پرې ولګيده او راته يې وويل چې نه ياره دا چيرته پښتنې کيدای شي، د  دوی دا لباس او دا شکلونه د پښتنو نه دي. ما وی چې نه ګرانه دا پښتنې دي. په دې وخت کې مې ملګري له جيب نه سګريټ راو ايست او ما ته يې د خپل لاس پلاستيکي کڅوړه هم راکړه او ويې ويل چې ته دا کڅوړه واخله چې زه سګريټ لګوم. ما ترې کڅوړه واخيسته . ملګری مې  مخکې او زه ورپسې وم.  د جونو په لور روان وو.  کله چې د جونو له څنګه تيريدو نو مخ يې راواړه او ويې ويل چې (عابد صاحب راځه چې ډوډۍ درباندې وخورم. )  د دې خبرې سره دواړو جونو  د هغه په لور په حيرت وروکتل، بيا يې زما په لاس کې دوه غټو غټو پلاستيکي کڅوړو ته وليدل. موږ له هغو څخه تير شوو.  په زړه کې مې په  خپلې بې وسۍ او د شاعر ملګري په چالاکۍ څو د افسوس اوښکې تويې کړې.
بازمحمد عابد
د کابل نوی ښار، ٢٠٠٩ ميلادي کال د جون د مياشتې ديارلسمه نيټه.

نسيم پرنس 31.10.2012 18:26

سلامونه ګران عابد صاحب،
ډيره افسوس ناکه اودردمنه خاطره ده خوتا دي الله تل کاميابه لري ،
ځکه چي رحمان بابا وايي،
انسانيت خوپه دولت نه دی (رحمانه)
بت که جوړ کي دسرو زرو انسان نه دی.

نوعابدصاحب ستاپه لاس کي به دوي پلاستيکي کڅوړي اودډوډی ږغ به پرتانه وای شوای.

نوید قاضی 07.08.2011 22:25

garan abid seb salamona der zayat pa zarapory khtiry lare aw mong ye pora khwand sara lwalo
kho za kher de pa donya ka har shan insanan shta de allah tala tase ta kha shkhset darbakhali de stase gata sarmaya da

مننه ګران قاضی صیب چې تاسو د خپل قیمتي وخت نه زما ناچیزه لیکنو ته وخت ورکوۍ

ستاسې باز

محمدولی حیران کامه وال 23.02.2011 18:09

یو وار می بیا سلامونه اومنه خدای شته چی خاطری دی دا دوه ورځی کیږی چی لولم دا خاطری خو ډیری زیاتی پیښیږی خو ستا دی کور ودان وی چی په داسی ډول یی لیکی چی سړی تری پوره خوند اخلی خو فکر کوم د کرولا والا ملګری دی ډیر خود خوا راته ښکاری ځکه هغی نجونو خو ستا دی شخصیت څخه خبری وی هغه داسی فکر کوو چی زه هم څوک یم مه مایوسه کیږه کله کله داسی کیږی
له تهران څخه

Abdul-Latif Qazizada 01.12.2010 15:35

Salaam Abid Sahib! you have created really nice and beautiful blog which contains your nice poetry, Memories, Stories etc........ Secondly, I wanna say that, Now a days we are going to lose our Language, Culture, religion etc. Because we are following the culture and customs of Westerns and even we may follow the religion of Westerns. We know nothing about our language, History, Cultures, and religion so definitely this cause to follow others culture.

Abdul-Latif Qazizada
Islamabad, Pakistan
Abdullatif.qazizada@yahoo.com

قاضی زاده صیب مننه چې تاسې زما بلاګ اوشاعری  په تیره بیا زما خوښوۍ، کاش چې ما ستا په څیر انګریږي پوهیده چې ځواب مې درته په انګریزی کې لیکلی و. خو په هر صورت تور توتان او تر تاسې قربان.

په ډیره مینه ستاسې وررو عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.