Baz blog

د نعمت الله صافي له مينې ډک ليک

07.09.2009 09:38

محترم باز محمد عابد صیب .
سلامونه او نیکی هیلې مې ومنئ . خدای د ې وکړي چې د تل لپاره په خپلو موخو او کړنو کی کامیاب اوسئ
ګرانه! زه تقریبا د یوه کال راهیسې ستاسو بلاګ چې  یه ریښتنی ډول د پښتو ادب د ودې اوپرمختګ هينداره ده ،  ښه په شوق سره ګورم او خدای شاهد چی ستاسو خپاره کړي  موضوعات راته د نورو ویب پاڼو په پرتله ډیر جالب او ریښتنی ښکاری.  نو په همدی اساس یی هم خپله ګورم او هم نور ملګري او دوستان يې ليدو  ته هڅوم  په هر حال خدای تعالی د ې وکړي چې نورهم په خپلو موخو کې او د مورنی ژبی ګرانې پښتودخدمت لپاره خپلی هڅې لا پسی تاندې کړې   د یادونی وړ ده چی نن هم لکه د پخوا په څیر کله چی سهار په ۷:۳۰ بجو دفتر ته راغلم نو تر هرڅه لومړی می وغوښتل چی د غم ځپلی وطن او هم  د نړیوالو مسایلو څخه ځان خبر کړمو  نو دکمپیوټر دلګولو سره سم می دټول افغان بینوا اوهم د بی بی سی پښتو سایټونه خلاص کړل تر څو تر هر څه نه مخکې  پوهه شم چی حالات کوم لوري ته روان دی . نا څاپه می ستاسو ویبلاګ ته فکر شو،  ستاسو ویبلاګ می خلاص کړو،  ستاسو تصوير می پرسترګو شو که څه هم ستاسو نو م مااوریدلی و خو غوښتل می چی  نور دې هم وپيژنم  ستاسو په ویبلاګ کی می ټول موضوعات دکونړ سیند مشاعرې دننګرهار مشاعرې اوهم دلغمان ولایت  انځورونه ټول می ولید خدای حاضر دی ډیر زیات خوشحاله شوم او ستاسو پر ويبلاګ او  ټول افغان ویپاڼې می یقین او باور لاپسی زیات شو چی له ځانه سره مې وويل چې  زه که خدای کول اوس نو داسی ځوانان شته چی زمونږ دغی خوارې ژبی لپاره په صداقت  او  رښتينولۍ کارکوی . زه ستاسو ددغو ښکلو ښکلو منظرو او انځورونو خپرولو دیته وهمڅولم چې تاسو ته یو څو په زړه پورې انځورونه خپرولو له پاره در واستوم کیدای شي چې ستاسو  ویبلاګ نور هم پسې ښکلی کړي . په اخر کې ستاسو او ستاسو دټولو همکارانو څخه یوه نړی مننه کوم.له خدای (ج) څخه درته برياليتوب غواړم

. ستاسو ورور نعمت الله صافی دUNDP دکابل مرکزی دفتر څخه

نعمت الله صافې 14.09.2009 11:04

ګرانه وروره خیال دین جانه .
سلامونه او نیکې هیلې مې منه
او دوهم ستاسو د اصلاحاتو نه یوه نړی مننه .
خو وروره ستونزه  داوه چې یو خو زه له خپلی مورنۍ ژبې نه ډیر لرې پاتی وم او بل تقریبا زما ډیری وخت که هغه دزدکړې پر مهال و  او که د دندو پرمهال دی زیات له عربی ژبي سره  پاتې يم نوخپلې ژبې سره مې  واټن پیدا شوی و له دې نه ورسته به انشا الله که خدای کول دعابد صیب په څیر اوهم ستاسو د دوستانوپه کومک اوهمکارۍ به خپلې مورنۍ خوږی ژبې  ته مخ کوم ترڅو سمون پکې  راشي
تاسو یوځل بیاهم مننه کور مو ودان
او دعابد صیب نه ډیره مننه
ستاسو ورور نعمت الله صافی دکابل نه
n_safi_2000@yahoo.com
namatullah.safi@iec.org.af

ډاکټر سليم فيروزشاه مياخيل 07.09.2009 23:15

ګرانه عابد صاحب
ما نن خپل مات ګوډ کمپيوټري نيمګړی استعداد په کار واچاوه,او يو څو کرښي مي له ډير زړه چاودون نه وروسته برابری کړی,او بيا می تاسي ته ډالۍ کړی,خداۍ دی وکړی,چی سر مو پري نه وی په درد شوی!
که خداۍ مکړه داسی شوي هم وي,بيا هم چرت مه خرابوه,که ضرورت يی,وۀ,تعويض به درته وکړم,او هغه هم بي له شکرانی څخه.
په درناوې.
ډاکټر سليم مياخيل هماغۀ چه فيروز وۀ.

dr.miakhel@hotmail.de

خيال دين 07.09.2009 17:56

عابد صيب چې دتبصرو کړکۍ مو په دې ځاى كې خلاصه پرېيښې نو زه به په خپل وار محترم نعمت الله صافي صاحب دUNDP دکابل مرکزی دفتر څخه، ورور ته سلامونه ډالۍ كړم او وروره ډيره مننه ستاسو له ليك څخه چې باز سره مو له خپلې مينې پکې غږيدلي ياست، مونږ ډير خوشاله شوو چې تاسو دعابد صاحب ويبلاګ په شوق مطالعه كوئ له تير يوه كال راهيسي. خو كه تاسو او استاذ عابد صاحب او محترم لوستونكي اجازه راكړي زه به ستاسو پام يوڅو هغو املايي غلطيو ته راواړم چې ستاسو ليك ورسره لاس او ګريوان دى.
لومړی خو دا د (ي) ګانو استعمال ډير مهم دى چې په سمه توګه وكارول شي كه تاسو خپل ليك ته پام وكړئ د (ي) ګانو له لحاظه څو ځايه كمزورى دى بل تاسو ليكلي دي چې پوهه شم، پوه شم!
زه كه خداى كول نه، ځه كه خداى كول!
وهمڅولم: وهڅولم.
له پاره: لپاره.
والسلام ستاسو ورور خيال دين

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.