Baz blog

يو زرغون د نغمو سيند

28.09.2009 09:47

يو زرغون د نغمو سيند د ا دپياوړي او منلي شاعر پير محمد کاروان د کتاب نوم دی چې تازه له چاپه راوتی دی. دا کتاب دانش خپرندويه ټولنې د ١٠٠٠ ټوکو په شمير کې خپور کړی دی. په دې کتاب کې د کاروان  صاحب درې چاپ شوي کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي اود ښاپېرۍ ورغوی) راټول شوي دي. کتاب په ښه صحافت او جلد چاپ شوی دی. په پېښور کې يې دانش کتابپلورنځي  څخه تر لاسه کولای شئ او په  کابل يې ميوند واټ کې پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ احمدزي پلازه کې  په ٢٥٠ افغانۍ تر لاسه کولای شئ. او يا هم په دې شميره اړيکه نيولی شئ.

٠٧٧١١٤٤٣١

يو زرغون د نغمو سيند

wares 29.09.2009 15:24

salamona abed saeb
staso kha sehat da loy khoday la darbara ghwaro.
abed saeb zama pokhtana da da che da ketab ba mong pa bahar ke la koma las ta rawro taso ta ka pata wi no monga ta da hagha zay pata walikay .
zama matalab day che pa europa ke kom zay raniwalay sho.nor mo pa allah sparam wares

وارثه وروره سلامونه مې ومنه، هيله ده چې ښه به ياست. وروره دا کتاب کې خو په پيښور کې دانش خپرندويه ټولنې خپور کړی دی او د اسد الله دانش د موبايل شميره درسره واخله کيدای شي چې اروپا ته هغه ليږلي وي او يا يې ستا د غوښتنې وروسته وليږي او داسې هم کيدای شي چې تاسې يې قميت او د پستیې خرچه وروليږئ او هغه ستا په ادرس تاسې ته کتاب دروليږي او دا هم له امکانه ليرې نه ده چې دا ټول کارونه اسد دانش په خپل مصرف وکړي او ستاسې د علاقې وړ کتاب تر تاسې درورسوي. د اسد دانش د موبايل نمره درواخله:
00923005908528
بس ژوند دې غواړم، ستاسې ورور او خدمتګار باز

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.