Baz blog

د افغان ادبي بهير خبرتيا

05.10.2009 11:03

افغان ادبي بهير په کابل کې ټولو بهيروالو او د شعر او ادب مينه والو ته خبر کوي چې خپله اوونيزه غونډه چې د ١٣٨٨ ل کال د تلې د مياشتې په اتلسمه نيټه به کيدله په دې خاطر ځنډوي چې په همدې ورځ په کابل کې  د پښتو نړيوال کنفرانس جوړيږي .
ټول بهيروال  به په دې ستر ې غونډه کې ګډون کوي او فعاله ونډه به په کې اخلي. دا کنفرانس  به د لويې جرګې په تالار کې وي چې د هيواد دننه او له  هيواده دباندې څخه ورته په زرګونو ليکوال او ټولينز شخصيتونه رابلل شوي دي.  دې کنفرانس ته دتلې په ١٦ نيټه هغه فرهنګيان او فرهنګپال بلل شوي چې په کاري کميټو کې به تنظميږي او هغه بهيروال چې د جمعې په ورځ بلل شوي دي هغوی دې د ماسپښين دوه بجې د لويې جرګې تالار ته تشريف راوړي چې د کنفرانس له نتايجو او تفريحي پروګرامونو څخه مستفيد شي.
په درنښت

نعمت الله صافی 06.10.2009 09:29

محترم عابد صیب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه .
محترمه : ستاسو دهغه خبرتیا چی دپښتو دنړیوالی غونډې په اړ ه مو لیکلی وه ډیر خو ښ شو م زه او زما نزدې ملګر ی شریف الله خان غواړو چی په دغه غونډه کی برخه واخلو . ایا امکان شته چی برخه واخلو او کنه .
که مو خبر راکړ نو ډیر به ښه وی .
مننه :
نعمت الله صافی دکابل نه
0777884847
0700884847
0707185209
n_safi_2000@yahoo.com
niamat_safi2007@hotmail.com

نعمت الله خانه وروره تر تا د مخه مې هم د نورو دوستانو همدا پوښتنه ځواب کړې ده  او تاسې ته هم خبر درکوم چې د جمعې په ورځ دوه بجې چې لس شريف الله غوندې ملګري درسره هم وي برخه په کې اخيستی شئ.
ستاسې باز

مسعود 06.10.2009 05:11

عابد جانه د پنجشنبې پر ورځ خو هم غونډه ده که نه؟ که وي نو موږ برخه پکې اخستلای شو. یاد غونډې له پایلو پرته په بحث کې د ګډون حق لرو؟

که تاسې د د پنجشنې په ورځ بلنليک درکړل شوی وي، د کنفرانس د ګډونکي په توګه په کې برخه اخيستلای شئ او که د غونډې په اجنډا کې آزاد بحث ته ځای ورکړل شوي وي نو خپل نظر هم له نورو سره شريکولای شئ.
په درنښت
عابد

رحمت 05.10.2009 13:06

عابد صاحب سلامونه
د خوښۍ زیری مو خپور کړۍ دي الله دتاسوته له خوښو ډک اوږد ژوند درکړي
خودا مونه دي ویل چې له بهیر والو او لیکوالو پرته نور ځوک په دې سیمنارکښې ګډون کولای شی که نه؟
په ډیر درنښت
رحمت
د شین بڼ چلونکی
http://shenban.bloguna.tolafghan.com

رحمته وروره شين بڼ دې تل ښېرازه اوسه. ستاسې پوښتنه مې د اخند زاده صاحب ته ځواب کړې ده. ټول مينه  وال په کې ګډون کولای شي.
ستاسې باز

جمیل آخندزاده 05.10.2009 12:19

ښاغلی عابدصیب یو ه نړۍ مننه
خو چې په دې مبارکه ورځ درنه هیر نشم که صرف بلل شوي ګډون کوی شي . بې بلنې مو جنګ جوړشي. (خدای مکړه)
زما شمیره ۰۷۰۰۶۱۰۷۷۱

اخند زاده صاحب ، تاسې او نور ټول هغه دوستان او ورونه کولای شي چې د جمعې په ورځ پرته له دې نه چې بلل شوي، د کنفرانس د نتايجو د اوريدو او د تفريحي پروګرامونو د ننداره کولو په ښار تشريف راوړي.
په درنښت
ستاسې باز

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.