Baz blog

د پښتو نړيوال کنفرانس انځوريز راپور (١)

11.10.2009 07:18

د باز بلاګ ګرانو کتوونکو، تاسو ته به مالومه چې د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په اتمه او نهمه نيټه په کابل کې د لويې جرکې په تالار کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړ شوی و. دې کنفرانس ته  په سلګونو ليکوال، شاعران، ژورنالستان، فرهنګيان او فرهنګپال د کوزې پښتونخوا، سهيلي پښتونخوا، قطبي پښتونخوا ، کراچې، هندوستان، کشمير، عربي اماراتو او له  جرمني څخه رابلل شوي وواو په زرګونو په کې له هيواد نه دننه رابلل شوي وو چې په ډېر برياليتوب يې کنفرانس تر سره کړو. ما خو د کنفرانس بشپړ راپور نه دی نوټ کړی او نه مې دومره لوی کار په وس او توان کې، کوم کسان چې يې بشپړ راپور ته ګمارل شوي وو هغوی به دا کار سر ته رسولی وي او وخت پر وخت به يې په ليکه کوي، خو ما د خپل وس سره سم و کنفرانس د بيلا بيلو برخو انځورونه اخيستي دي چې انشاالله هره ورځ به ترې ستاسو د ليدو په خاطر البمونه بلاګ ته پورته کوم، هيله ده چې ستاسو د پام وړ وګرځي، دا چې زه د ژپې د ګروپ غړی يم نو ايله مې دومره کړي چې د خپل ګروپي کار انځورونه مې اخيستي دي. البته دانځورونو په بلا کې به ډېر ژر د نورو ګروپونو انځرونه هم په کرښه شي.
ستاسې باز

د کنفرانس کې د ژبې د ودې د ګروپ صدر ګوهر رحمان ګوهر، د ګروپ منشي ګل اغا احمدي او د ګروپ مشر زرين انځور چې  اسمعيل يون صاحب يې هم تر څنګ ليدل کيږي.

د ګروپ ډله ييز انځور

د مالي پخوانی وزير ډاکټر انور الحق احدي د ژبې په اقتصادي برخه کې خپل نظر څرګندوي چې تر څنګ يې د ګروپ رييسه هئيت هم ليدل کيږي.

د بهرنيو چارو پخوانی وزير، مولوي وکيل احمد متوکل، ګل اغا احمدي، کوهر رحمان ګوهر او زرين انځور

مولوي متوکل په پښتو کې د دين او مذهب تقدس په هکله خپله وينا اوروي.

که موږ د يو بل د زغملو توان پيدا کړو نو که خدای ته منظوره وي دا ملت او دا ژبه به ډېره ژر وده وکړي.

اسرار کريمزی د په ګروپي کار کې د ستونزو د حل لارې نوټ کوي

عابد، اسرار اتل، مکرم خان او  په اسلام اباد  پوهنتون کې دپښتو ژبې استاد حنيف خليل

هلال الدین 07.12.2009 11:25

دا ډیر ښۀ وو مننه

wranga 24.10.2009 09:48

dera manena Abed saheb taso zema khaber manele da nor aksona de ham khpara keri, aw staso khaber manam che har cha khpel zyar istelai wa pa de seminar ke, kho hase meh wawayal noh bia tase pre khapa shwai, ma we wedrega cha pa qar she nor bia nor aksona ham pa ke wacha we.
staso pana meh dera khwakha da , kala che la uni zekha korta razam de makham de pokhto pane laka lar aw bar tol afghan rohe da tol goram aw bia staso pana hatmi goram, aw satoso da akher shyer meh der khwakh sho,
Abed saheb, ezma pokhto kha zda da kho  lik aw lwast meh der na di pre keri ka zeka za pa europ ke osegam ka koma ghalti pa ke wi bia ma obakhai aw taso hagha bia eslah kerai pa pakhtana mina taso pa khidai sparam
dera manena

زما سلامونه او مينه هم ومنئ، زه هم نه وم خپه شوی يوازې وضاحت مې کړی و.
ورور دې
عابد

Z...... 12.10.2009 20:37

salammona abed saheb khoshala yam che taso jor yast,
de dero drando aw qadaermeno pakhtano aksona meh pa ke walidel. che zra me pa lidelo khoshala aw stergey me pre rane shwe.
kho de hagha che aksona pa ke na che der mande aw zahmatona ye pa ke galeli wa,
kho khair ka nor aksona darsara we pa ke waye chawa, khoshala ba shom.
salamona wamana

ګرانه وروره دا خبره خو ما سپينه کړې ده چې د ټولو ګروپونو عکسونه به زما په لاس کې نه وي ځکه چې زه هم د يوه ګروپ غړی وم. خو کوم عکسونه چې مې په لاس کې شته هره ورځ به ترې  انشا الله يو څه خپروم. بله دا چې دا سمه چې په کنفرانس کې د کلتوري ټولنو د جرګې ټول غړي د ډېر قدر وړ دي چې په خپلو هلو ځلو سره يې په داسې سختو شرايطو کې ډېر لوی کار سر ته ورساوه. خو دا هم بايد په پام کې ونيسو چې دې کنفرانس کې هر ګډونکوونکي د خپل وس سره سم زحمت ايستلی دی.

سیدخالد سادات 12.10.2009 08:39

باز صیب خوشحاله شوم چې داسې تصویرونه ګورم په ریښتني ډول ښه کنفرانس و او امیدوار یم چې داسې پیاوړي کنفرانسونه په اینده کې دایرشي . مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.