Baz blog

د بهير د غونډې لنډ انځوريز راپور

18.10.2009 10:06

دا ځل په افغان ادبي بهير کې استاد اسد الله غضنفر د چخوپ ژباړلې کيسه د بحث له پاره راوړی وه  چې نثار صاحب، کاروان صاحب ډاکټر اکبر، ډاکټر محب زغم، عابد او نورو ورسره په بحث کې ځانونه شريک کړل. غضنفر د کيسې يو يو پيراګراف لوسته او بيا يې په خوبيو او د کيسې له آرونو سره سم اړتياته  د اوريدونکو پام را اړاوه. استاد غضنفر په کيسه کلايمکس، موضوع، تلوسې، پيل، اوج، پای او ټول آرونه وار په وار په کيسه کې په نښه کول. ټولو ګډونوالو د بحث دا نوی ميتود خوښ کړ.
د بحث نه وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې برخه واخيسته. دا غونډه چې د ١٣٨٨ کال د تلې د مياشتې په ٢٤ نيټه شوی وه، ډاکټر اکبر  يې مشر او ميلمانه يې بوريوال کاکړ او ګل محمد هوتک وو. دغونډې وياند صفي الله عمرخيل و او راپور يې عابد علمي ليکه. غونډه د کابل قوه مرکز ته څيرمه کاروان انستتيوت کې  ترسره شوې وه.

کاروان، عابد او جلان په ړومبي کتار کې

استاد غضنفر ، ګل محمد هوتک او ډاکټر محمد اکبر اکبر

پير محمد کاروان

ديا سنګهـ انجان شعر لولي

ډاکټر محمد اکبر اکبر

ناصر فګار، نثآر، قرار، غضنفر، بوريوال کاکړ، هميم جلالزی او ډاکټر اکبر

صديق ذهين 28.02.2010 08:06

عابدصيب سلامونه! څومره لري اوڅومره پردېس يم باوروکړه چي دبهيرانځوريز
راپورکله وګورم ډېر زيات خوښ شم اوتيرخواږه يادونه مي ازه شي .تاته ددې زيار
ګاللوپه خاطر دعا کوم تاند اوسې .خدای (ج) دېزما نصيب هم ژرله کابله سره وکړي
چې تاسواوټول ملګري له نژدې وګورم
په ډېره مينه وروردې ذهين

نعمت الله صافی 27.10.2009 06:07

محترم عابد صیب سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
ګرانه غوښتل می چی دتیر بهیر ادبی غونډی په اړ لږ معلومات ترلاسه کړم
ایا دغه مشاعر ه چی په غونډه کی وشوه دغه شعرونه تاسوسره ثبت او شتون لری او کنه . که یی نه لری نو ستاسو محترم څخه زما غوښتنه دا ده چی داینده لپاره دغه ټول شعرونه په یو ځانګړی کلکسون جوړ او په خاص ځای کی کیښودل شی نو ډیر شه به وی کیدای شی زموږ ورونه ورځنی ګټه واخلی
او که دهری غونډی راپور چی څومره زر خپور شی ډیر به شه وی
په درنښت
ستاسو ورور نعمت الله (صافی)
n_safi_2000@yahoo.com
niamat_safi2007@hotmail.com

صافی صاحب سلام ته دې عليک وايم، په رښتيا هم که چيرې دا کار وشي چې دهرې غونډې شعرونه او راپورونه دې  ژر تر ژره خپاره شي. خو ورور جانه، دا کار هم وخت غواړي او تاسې پوهيږئ چې زموږ د ډېرو يارانو وختونه ګاڼه شوي دي.

ورور دې عابد

میرویس خوږیاڼی قاهره مصر 18.10.2009 21:12

عابد صیب خوشحاله شوم چی د ادبی بهیر انځوریز راپور می ولیدو ، خو زه د ددی په تمه وم چی د اجمل تورمان کوم انځور به هم پکی ویی خو ومی نه لیدو
مننه

ميرويس جانه، وروره د اجمل تورمان عکس به هم په کې ووينې ، خو هغه ظالم خو چې دې بهير ته راشي کنه، او چې کله هم راغلی دی انځور يې د بهير په انځوريزه برخه کې راغلی دی، او که ګوګل ته په پښتو کې  د تورمان نوم ورکړې او  اميج ورته ووايې فکر کوم چې د تورمان انځور به درکړي.

gulalay 18.10.2009 10:54

manan abed saeb ,zama salamona wamana.
qadarmana wrora wallah starge me rokhana shwe da karwan saeb pa de nawi aks.
dera manana abed saeb.allah de makamawa

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.