Baz blog

د استاد محمد اسمعيل يون ډالۍ

18.10.2009 13:02

استاد محمد اسمعيل يون هغه نوم دی چې په تيرو ديرشو کلونو کې  نه يوازې دا چې په فرهنګي حلقو کې خپور دی، بلکې  ډېر پښتانه يې له نوم او کردار سره اشنا دي. هغه که د مهاجرت په په دوران کې د هيلې مجلې چلوونکی و او که په کابل کې د لويې جرګې منشي نو د پښتو او پښتنو د حقوقو دفاع يې په نره کړی ده.  دا چې د بلاګ ډېرو لوستوونکو ته د ښاغلي استاد هاند او هڅې مالومې دي، زه نه غواړم چې نور څه پرې ووايم  البته دومره وايم چې سږنی کال چې د پښتو کتابونو د خپرولو په درشل کې  تر نورو کلونو ډېر  زرغون دی نو استاد هم خپل ټول چاپ او ناچاپه آثار په يوه وار ٣٣ عنوانه خپل ولس او خپلو مينه والو ته ډالۍ کړل. دا چې ددې کتابونو مخکتنه شوې وه، ټلويزيونو پرې راپورونه هم خپاره کړي وو، په انټر نيټ کې پرې ليکنې هم شوې وې، خو چا هم داسې ونه وکړل چې د دې ډالۍ يو انځور په نيټ کې خپور کړي او د پښتو ادب  د مينه والو تنده پرې ماته کړي. تيره ورځ مې وخت وموند چې حيران کتابپلورنځي ته ورشم او زما په نوم  د استاد له خوا ډالۍ شوې د کتابونو سيټ ترې تسليم کړم. بس له مخې سره مې د کتابونو د سيټ  انځورونه واخيستل او و مې پتيله چې د بلاک مينه والو ته چې ډېری يې له هيواده بهر اوسيږي، د دې ډالۍ انځورونه ور ورسوم. بس يارانو دا تاسې او دا هم د استاد محمد اسمعيل يون له خوا تاسې ته ډالۍ.

محمد 30.10.2009 20:40

salamoona ao meena

grana abid jana allah di dir omar darkree...
za har wakht sta blog goram ao nawe nawe shayan paki paida kawam
heela da chi hamdasi takrra wawasi...
khabara dada chi da yoon saib da kitaboono tasweroona ka bilbil khpara kree
da ba staso ghatta mehrabani wee jee.
wroor di Mohammad

ځواکوال 26.10.2009 12:23

......................................................ښه سبق او ښه هڅونه ....................................................

ډیره ښه ډالۍ ده، خو بره داده چې پښتون په کتاب پیسې نه ورکوي اوځینې یې لا هیله کوي چې ټولګه دې په انټرنیټ کې نشر شي څومفت او وړیا يې ولولي، بیانوکه کوم یونیم کتاب
چا په سهوه کې پېرودۀ، هغه به هم ختم شي اوهر پښتوکتاب لیکونکي ته ،چې هغه هر څوک وي، دچاپولوپبسې هم بیرته په لاس نه ورځي او په راتلیزه کې بّه بیا داسې تبروتنه هم نه تکراروي ، دې ته وايي : ښه سبق او ښه هڅونه !

تاواني 19.10.2009 11:08

عابد صيب كور دې ودان چې ددارنگه عجايباتو مو په خپل وخت خبر ساتې،ښاغلي يون په رښتيا هم د پام وړ كار كړى دى. تا خو د كتابونو ډالۍ ترلاسه كړې ده،خو دا دې نه دي ويلي چې دا كتابونه ښاغلى استاد د داشان ډاليو له لارې خپلو مينه والو ته رسوي او كه د ترلاسه كولو كومه بله لار يې هم را په ګوته كړى ښه به وي يانې په ازاد ماركيټ كې چيرته پيدا كېږي؟
موږ خو هسي هم تاوانيان يو داستاد په كتابونو به يې هم ولګوو.
مننه
تاواني صاحب ښې چارې، وروره دا کتابونه له استاد يون سره هم شته کيدای شي چې تاسې ورسره رابطه وکړئ او له تاوان څخه بچ شئ او که غواړئ چې په آزاد مارکيټ کې يې تر لاسه کړئ نو کولای شئ چې له حيران کتابپلونځي څخه چې اوس په ده مزنګ کې دی، په بيه واخلئ. که غواړئ چې له حيران سره په رابطه کې شئ، نو موبايل نمبر يې دا دی
٠٧٠٦١٤١٠١٣
په درنښت
ورور دې عابد

په نړیوال جال (نټ)کې د پښتو لوستونکي 18.10.2009 23:47

کور دي ودان محترم اسماعیل یون صېب او خدای دې وکړي چې زموږ غږ ستاسو محترم مقام ته څوک در ورسوي او تاسو يي پر مخ بوځۍ،
قدرمنه تاسو د پښتو ادب ته د کتابونو ښکلي مجموعه ډالۍ کړه خو موږ درڅخه هیله کوو چې په یو ځل او ډیر زر دا ټول کتابونه د نړیوال جال ا(نټرنیټ) له لاري لوستونکو ته خپاره کړۍ تر ډیر وخت به مو د دي غوښتنې په عملي کولو د احسان پوره وړي شو.
ښاغلیه موږ پوهیږو چې په دې ورځو کې ستاسو مصروفیتونه زیات دي خو دا کار به د نورو ټولو څخه ضرور وي او هیله ده چې د زورونو افغان لوستونکو ته مثبت ځواب وویاست.
په درنښت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.