Baz blog

د لنډ بحر تازه غزل/ عابد

26.10.2009 09:16

چا وی ترخه غوندې ده؟
دا خو خوږه غوندې ده

چې راته نه راګوري
لږه خپه غوندې ده

د زړه ديوال نړوي
څه زلزله غوندې ده

هوش مې له سره اخلي
سمه نشه غوندې  ده

په مينه نه پوهيږي
لږه وړه غوندې ده

اخ! لولپه يې کړمه
د اور لمبه غوندې ده

زما په سر دا سودا
څه عجيبه غوندې ده

ورځ لکه باد الوځي
شپه څه درنه غوندې ده

وايي چې امن راځي
څه اوازه غوندې ده

باران وهلې زاڼه
((بازه)) لمده غوندې ده

رحمان مينه / کابل
١٣٨٨/٠٨/٠٤

پاچا 09.11.2009 13:36

سلامونه او نيکې هيلې !
عابد صاحب هيله مند يمه چې ښه صحت به ولرې ٠ به خداي قسم غزل ډير خوند راکړ ،دا غزل خو داسې انځور راکوي لکه ماته د چې ليکلی وي٠
ليکل مې ډير زړه ته راځي خو په اکاډومي کې يمه او تفريح کمه پاتې ده سبا زنګ درته وهم

پاچا صيب له ليک نه دې ډېره مننه، زه به دې د ټيلفون په انتظار يم که دا غزل په رښتيا هم ښکلی وي نو ما  د دې غزل په تسلسل څو بيتونه نور هم ليکلي دي، نو هغه به هم ورسره يو ځای کړم.
ورور دې عابد

افغان 27.10.2009 02:28

ډير ښه عابد صيب

غزل دې غونډه منډه
پسته مسته غوندې ده

باڼه يې ښکته ګوري
نن مېلمنه غوندې ده

(لږه خفه غوندې ده)

ټوکې دې پکې وي نو...
په کابليانو سلامونه کوئ

لرغونی لاروی 26.10.2009 14:02

یاره عابد صیب که ووایم ټوله شاعري دې یو خوا او دا شعر دې بل خوا نو بېخي به مې رښتیا ویلي وي.
د ټولې شاعرۍ نه دې زما مطلب دا نه دی چې هغه خدای مه کړې خرابه ده خو دا شعر دې بېخي هغه د پیښوریانو خبره چک لګوي.
ماغوښتل چې یو بیت یې د بېلګې په توګه راواخلم خو باور وکړه ټول راته یو شانې ښایښته ښکاري او انتخاب مې په کې ونه شو کړای چې یوازې یو ترې راواخلم.

لارويه وروره، ډېره مننه، خو يار کاش چې کله خو راته يو زنګ ووهې او راته ووايې چې زه لاروی يم. په خدای باور وکړه چې ټولې ګيلې به مې ورژوې.
ورور دې عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.