Baz blog

د نغمې په غږ کې سندره/ عابد

09.11.2009 12:45

د نغمې په غږ کې  دا سندره چې:
زړه کې مې دا وي چې ايمان غواړمه
خو چې لاس پورته کړم جانان غواړمه
له بي بي سي راډيو اوريده نو ورته  په دې خاطر غوږ شوم چې ګوندې شاعر يې راته معلوم شي. نغمې بي بي چې د غزلې دوه بيتونه سر ته ورسول، نو په راډيو کې د سندرې وخت پوره شو او دا ارمان مې په زړه کې پاتې شو چې شاعر دې رامعلوم شي. د سندرې په پيل کې ما فکر کاوه چې ګوندې دا غزل به د اجمل اند وي، خو کله چې مې د غزلې دوه بيتونه واوريدل نو وپوهيدم چې دا غزل د اجمل اند نه دی، ځکه هغه دوه بيتونه يې د مطلع په پرتله ډېر کمزوري وو.  کاش چې دا غزل ما پوره اوريدلی و او په دې پوهيدلی وم چې نغمې بي بي د چا شعر ويلی دی او چا دومره سپين سترګي کړې ده چې د اجمل اند ښکلی بيت يې په لږ بدلون د خپلې سندرې سرنامه جوړه کړې ده. اند صاحب يو نه بلکې دوه بيتونه په همدې خيال ليکلي او ډېر يې ښه ليکلي دي. دلته  د اند صاحب هغه دوه بيتونه هم رانقلووم او قضاوت لوستونکو ته پريږدم چې زموږ ځينې شاعران ولې د دومره شهرت وږي دي چې خپل او پردي شعر ته نه ګوري او د خپل شهرت له پاره يې بيا د نغمې په څير مشهورو سندرغاړو ته ورکوي.
اند صاحب وايي:
که لاس مې پورته کړ نو خامخا جانان به غواړم
څه بې ايمانه دومره نه يم چې ايمان به غواړم
بل ځای وايي:
زما جانان په کار دی زه به ترې جانان غواړمه
ايمان به غواړي  له څښتنه بې ايمانه خلک
نو په دې هيله چې زموږ هغه شاعران ورونه چې دا تنده لري چې هنرمندان دې شعرونه ووايي، بايد خپله لاره ولري او خپل خيالونه او خپل اوزان په خپلو شعرونو کې راوړي نه د نورو مشهورو شاعرانو خيالونه .

بشیرباران 01.12.2011 07:18

عابدجان بلاګ دې ډېرښايسته دې

مننه تاسو هم ښکلي ياست جانانه
عابد

خالدکوئټه 10.03.2010 23:51

عابدصیب زغم اوبرم ته دی سلام
مانه غوښتل زماهغه لیک چی ماستاسوپه مقابل کی می ګوستاخی کړی پرلیکه سی
ماویل کیدای سی اجمل اندچی دایمان پرځای جانان غواړی
دهغه مین سره مشابهت ولری چی دالله پر ځای لیلاخولی ته ورځی
هسی دازمایونظرووزه نه شاعریم نه ادیب نه لیکوال
تاسوچی دوخت په ادیبانوکی زماپه نظرپه اوله کته ګوری کی قرارلری
داتشخیص کواسی چی څوک غل دی
ماستاډیرڅه لوستی اودومره خوندراکوی باوروکی تکرار ئی لولم اوظرافت دی
ډیردستاینی وړدی
نوپه ډیراحترام هیله کوم زماهغه بی نزاکته لیکنه لری کړی اوکه وخت ولری جواب راکی
چی دنفرت ځای محبت ونیس
په ډیراحترام

خالد کوئټه 27.02.2010 01:45

بازمحمدعابدصیب سلامونه
وای یوسړی ونوم ئې طوطی ودطوطی یوملګری دطوطی کلی ته راغی چی پریار پوښتنه وکی کوریی ورمعلوم نه واودطوطی نوم ځندی هیرسو
دکلی خلګوته یی وویل زما یوملګریدی دمرغه پشان نوم یی دی
خلګوورته ویل [باز] ده ویل یادومره غښتلی اونامی ندی
خلګوورته ویل[ ټپوس ] ده ویل یادونه بی عقل اوغول هم ندی
نوخلګ پوه سوه چی سړی دطوطی ماما میلمه دی
نوسړیه نوم اوخویونه دی ټوله دبازدی
خویوزماسره دټپوس چمونه کوی دری لیکونه می درلیږلیدی
جواب نه راکوی
په ډددددددددددیره مینه ؟

خالد 23.02.2010 22:39

عابدجانه په سلامونودی لمانځم
ته وتشبهاتوته سپین سترګی ا وغلا مه وایه
دپښتوهغه لنډی بدی اوریدلیوی
مینی دی هسی لیونی کړم / الله الله وایم لیلاخولی ته راځینه

په ډیره مینه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.