Baz blog

د ژبو او ادبياتو پوهنځي د فراغت په وياړ غونډه

08.12.2009 12:47

دليندۍ مياشتې په شپاړسمه نېټه دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځې د شپې څانګې د څوارلسمې دورې فارغانو ته  له پوهنتون څخه د فراغت سرټيفيکېټونه ورکړل شول.
غونډه د کابل په اريا پېنځه ستوريزه هوټل کې د قاري عبدالله کامه وال په ويندويي په يوولسو بجو د قران کريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې يو تن فارغ شوي محصل سلطان محمد ثبات د غونډې ګډوون کوونکو ته ښه راغلاست ووايه.  د فارغو شوو محصلينو په استازولۍ رفيع الله نيازي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي او پښتو څانګې د تاريخي بګرونډ په دغه څانګه کې د خپلو زده کړو د پيل او پای ته رسولوپه اړه رڼا واچوله، ورپسې په نوبت سره  د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې مشر پوهنوال احمد شاه زغم ، ملي مبارز، د قام خادم او د پښتو څانګې استاذ پوهندوی محمد اسماعيل يون، د نوموړې څانګې بل استاذ پوهنمل محمدا جان حقپال ، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاذ پوهندوی  نظرمحمد بهروز، خوږ ژبي، ټولمنلي او داسلامي فکر خاوند شاعر پير محمد کاروان، پياوړي ژورناليست او اديب ډاکټر محمد اکبر اکبر، مجاهد ليکوال استاذ عبدالباري غيرت اود حسين خېلو شورا وياند قاضي صاحب حيات الله  فارغو شوو محصلينو ته مبارکي وويله او دوی يې په راتلوونکې د خپلې ژبې ټولنې او هېواد مسووليتونو ته متوجه کړل، دټاکنو د شکايتونودکميسيون غړي مولوي مصطفی بارکزي غونډه په دوعا پای ته ورسوله، ورپسې فارغو شوو محصلينو ته سرټيفيکټونه او د محصلينو له لوري خپلو استاذانو ته د تحفو په ورکولو او د غرمنۍ په تيرولو غونډه پای ته ورسېده .

د غونډې وياند عبدالله کامه وال

استاد اسماعيل يون

د ې بختورو د شپې د پوهنځي په لوستلو سره د فراغت سندونه تر لاسه کړل

پير محمد کاروان غونډې ته وينا اوروي

استاد احمد شاه زغم فرحناز ته د فراغت د سند ورکولو وروسته

رفيع الله نيازی چې په څوارلس کسيز ګروپ کې په لومړۍ درجه بريالی شوی دی له ورکړل شويو ډاليو سره

عصمت قانع، ستانه مير زهير، کاروان او عابد

gulalay 08.12.2009 20:34

salamona abed saeb har war che staso sara da karwan saeb aksona winam no pa stargo me da khwakhay aokhke aw pa zhaba me taso ta da shokrane doaee rawazi allah mo tal rata lara abed saeb
dera manana shokor che tasi laro

مننه خورکۍ، که درته ووايم چې دا پنځلسم کال دی  ما کاروان پيدا کړی دی، نو کوښښ مې کړی دی چې ډېر نږديک سره ولرو. هغه که په پيښور کې و او که اوس په کابل کې  او داسې کمې غونډې به مو په دې پنځلسو کلونو کې لرلي وي چې ما په کاروان دې په کې يو ځای برخه نه وي اخيستي. په دې ورځ دوو کې انشا الله يو يون ليک له عکسونو سره بلاګ ته پورته کوم چې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې د استاد زيار او کاروان وياړ جوړه شوې وه. انشالله يون به دې خوښ شي.
ورور دی عابد

جلالی 08.12.2009 14:36

خدا کند که این نونهالان عرصۀ قلم و فرهنگ مسولیتهای دینی و ملی شانرا درک کنند و قلمهای خویش را سرگرم خدمت به افغانستان کنند نه اینکه وارد کار زار تعصبات قومی و لسانی شوند و علیه مردم و قوم خویش قلم بچرخانند.

جلالي صاحب زه هم دعا کوم چې زموږ ځوانان او د علم او فرهنګ په جامه سمبال خلک په قومي او لساني تعصباتو نه خدای (ج) وساتي. ځکه چې تجربو ښودلې ده چې د ګتې پر ځای يې تاوان څو برابره دی.
باز

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.