Baz blog

د افغان ادبي بهير لنډ راپور

13.12.2009 10:46

دا ځل په افغان ادبي بهير کې د دياسنګهـ انجان په غزل باندې تود بحث وشو چې د غونډې برخه والو د دياسنګهـ له نورو غزلونو څخه يې ښه وباله. د تيرې غونډې راپور محمد عابد علمي واراوه چې له لږې سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيده. د غونډې رييس محمد الله کمال او ميلمانه يې استاد اقا محمد ګړندی او نذير احمد سهار وو.  د غونډې وياند صفي الله عمرخيل و. په غونډه کې تر شپيتو تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. راتلونکې غونډې ته به نذير احمد سهار په ژورناليږم يوه ليکنه کره کتنې ته راوړي. دا غونډه د کابل په قوه مرکز په کندهار مارکيټ کې کاروان انستتيوت د تيرې جمعې په ورځ ماسپښين دوه نيمې بجې پيل او د ماښام آذان سره سمه پای ته ورسيده.

د غونډې وياند صفي الله عمرخيل چې تر څنګه يې د غونډې مشر او ميلمانه ليدل کيږي

اقامحمد ګړندی، محمد الله کمال او نذيراحمد سهار

ديا سنګهـ انجان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي

کاروان صېب د انجان په غزل خپل نظر څرګندوي

نثار صېب د انجان په شعر خبرې کوي

د غونډې له منځه پيکار د انجان په غزل نظر څرګندوي

د ګډونوالو يوه څنډه


جاويد اوربل، کاروان، نثار، عابد او فدايي په لومړي کتار کې ليدل کيږي.

ګړندی صېب د شعر ويلو په حال کې

محمد الله کمال هم خپل شعر لولي

zafarkarimi 14.12.2009 03:20

<p>سلام عابد صېب!<br />هیله لرم چې ښه به یاست، والا دا راپور په صفحه سم نه دې تاسو یې وګورئ ،هغه بله ورځ دې د کامې د مشاعرې ګزارش هم د صفحې د سر نه لاندې راپریوتې شان ووـ بله خبره داده چې زموږ یو کراچیوال (نورمحمد سعید) کابل ته درغلی دی فکر کوم د بهیر غونډو ته هم درځي خو ما خو یې کله هم عکس ونه لیدوـ<br /><br />کريمي صاحب ښې چارې، زه هم دې ته حيران يم چې ولې د صفحې په سر کې هغه وخت چې راپور انځوريز وي، نه فيسټ کيږي؟&nbsp; د نورمحمد سعيد عکس د بهير په راپورونو کې شته دی تاسې يې په بلاګ کې کتلای شئ.</p>

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.