Baz blog

عابد او بريالی ولي په شمشاد ټلويزيون کې

13.12.2009 12:05

تير ماښام شمشاد ټلويزيون د وحيد توحيدي په نوښت د وږمو د بهير د خپرونې له پاره له يو شاعر او بل هنر مند سره ګډه خپرونه نيولې وه چې د شاعر او هنرمند دوستان يې هم وربللي وو. دې خپرونه کې عابد د شاعر په توګه او بريالی ولي د هنرمند په توګه ميلمانه وو. پيل کې د خپرونې چلوونکي وحيد توحيدي او ځينو بهبروالو له عابد نه د هغه په شعر کې د شعر د مضمون په اړه او هم د عابد د شاعرانه ژوند په اړه ځينې پوښتنې مطرح کړې چې عابد په ورين تندي ځوابولې، ورپسې بريالي ولي د عابد هغه غزلې وويلې چې څو ورځې وړاندې ورکړل شوې وې او هغه ورته کمپوزونه جوړ کړي وو. انشا الله ډېر ژر به د شمشاد ټلويزيون له لارې د شمشاد ليدونکي او مينه وال په ګرده نړۍ کې د وږمو د بهير دا نوې خپرونه په نوې بڼه وويني.

بريالی ولی په خپل دفتر کې د عابد غزلو ته کمپوز جوړوي

بريالی ولي د هغه د مينه والو په منځ کې

نبي الله، همت شينواری، عابد او ميوند زهير

شفيع الله بابرزی د هغه د مينه والو په منځ کې

تازه دم سندرغاړی سردار سعيد د هغه د مينه والو په منځ کې

عابد او محمديګل اوبرنګ

عبدالرازق سعادت بهرامزی 15.09.2012 11:13

سلامونه عابدصاحب هیله من یم چی روغ اوجوړبه وی ګرانه زه غواړم چی تاسره ووینم؟بهرامزی

مننه بهرامزی صیب، ښاد اوسې. نو که ما سره ګورې  زه په جلال اباد کې یم او ټلیفون نمبر دا دی

۰۷۰۸۱۹۸۵۱۲

محمدولی حیران کامه وال 20.05.2011 17:15

عابد صیب ډیر خوښ شوم چی د قلم خاوندان دی خوښوی او نازوی دی ماته خو ډیر مظلوم غوندی ښکاری او قواره دی په عکسونو کی داسی ښکاری چی فکر کوم تاهم زما په شان د ژوند ډیری ناخوالی لیدلی دی خو الهی استعداد او ستا شاعران مخ دواړه ستا د شخصت ثابتوونکی دی پدی انځورونو کی داماشوم څوک دی اوس خو به داپروګرام د شمشاد څخه نشر شوی وی که ته یی کافی لری نو ماته به که ژوند وو او دیدن وو نو راکړی مننه

حیران صیب زما مینه او سلامونه هم ومنه، دا پروګرام خو دوه کاله وړاندې شمشاد چلولولی و. او که رښتیا درته ووایم زه د دې شړق نه لرم چې ټلویزیونونو سره کړې مرکې دې ولرم. ځکه کله چې زه کابل کې اوم نو که هره هفته به نه وه نو دوه هفتو کې به خامخا یو ټلویزیون ورغوښتم، نو ما به کوم کوم ته خوله ورانوله. یوه ورځ راته د ډاکټر غیرت بهیر ورور چې په عریو کې ژوند کوي په موبایل کې راوښوده چې همدا  پروګرام یې ټول ریکارډ کړی و. په داسې حال کې چې هغه هم ستا په څیر زه نه اوم لیدلی. خو چې کابل ته لاړ شم نو کیدای شي چې له شمشاد څخه یې کاپي تر لاسه کړم.
تاسو د مظلومیت خبره کوۍ بس ټول عمر مې په مظلومیت کې تیر کړی دی تر دې چې اوس هم ځان مظلوم شمیرم.
او دا ماشوم او هغه څو تنه ځوانان د کامې دي او زما خپلوان دي، زه چې کابل کې اوم له دوې کور کې له اوسیدم  او د دې ځوانانو معلم وم، پښتو لیکم لوست مې په ټوله مانا ورزده کولو. او چې کله جلال اباد ته د کار پّ سلسله کې راتلم ټول کور راپسې ژړل او زما سترګو کې هم اوښکې تر جلال اباد پورې ډنډ وې
ورور دې بازمحمد عابد

منظور 06.04.2010 20:09

nawsh JAN ABID SAHUB KHA SAT DE TEER DAY

Ehsanullah Aruobzai 18.01.2010 20:16

Slam dear grana adid sab pa de khela che rog a jor we st bloguna dear shaista aw gane de aw zgwarm che pashto pa computer

اريوبزی صاحب! ښه راغلې، کله چې ته تبصره ليکي نو يو کيبورډ درته راشي. که په کمپيوټر کې دی پښتو ايکس پي وي نو د خپل کمپيوټر له کيبورډ نه يې ليکلی شي او که نه وي نو هر څه چې ليکي د پاڼې په کيبورډ کې په توري کليک کوه پښتو ليک پرې ليکلی شې.
مننه ورور دې عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.