Baz blog

کامې ته فرهنګي سفر/ دويمه برخه

14.12.2009 09:55

تر دوه نيمو بجو پورې د استاد صميم په ديره کې  ناست وو، بيا ټول راولاړ شوو او د کامې د پول پر لور مو حرکت وکړ.

دلته هم ډېرو يارانو سره کمرې وې. د مينار د افتتاح پر وخت استاد زيار، استاد صميم، استاد يون، د کامې ولسوال او د مينار د ډيزاين انجينر خبرې وکړې او په ترتيب سره يادو شويو استادانو پټۍ پرې کړه.

همدلته مو زموږ پخوانى بهيروال سعد ملوک شېرزاد هم وليده چې اوس د ننګرهار په ښاروالۍ کې غټ افسر دى. هغه هم د کاروان له سرسختو مينه والو څخه دى. عکسونه مو سره واخيستل. بيا مې کاروان ته وويل چې شېرزاد صېب خو اوس په ښاروالۍ کې غټه وظيفه لري. کاروان راته کړه چې يو وخت خو تا هم د ننګرهار په ښاروالۍ کې د دندې غورې کولې. ما وى چې ما هم د ده په سر غورې کولې. شېرزاد صېب راته کړه چې زه په درته بيا په يوه مناسب  وخت کې ووايم چى څه عوامل وو چې ستا د مقررۍ مخه يې ونيوه.

له افتتاح وروسته هر څوک خپلو موټرو ته وختل او په خپلو مخو روان شول. استاد شفيق وويل چې اوس نو ستاسې خوښه که کابل ته ځئ نو الله بسم الله او که پاتې ياست،  نو شپه به مو ځکه له ما سره وي چې زما مشران ورونه ستاسې په تمه دي. د کاروان صېب زړه و چې د کابل په لور حرکت وکړو خو ما نه غوښتل چې دومره په منډه له ننګرهار څخه راووځو.  زه رفيع الله نيازى او کاروان له استاد شفيق سره په موټر کې سپاره شوو. ورته مې وويل چې تا ويلي وو چې کامه درباندې ګورم. بس نور ځنډ مه کوه. د کامى د سراى بازار کې چې ډېر پخوا د چهارشنبې په نوم مېله کېده، نو زه مې له مرحوم کاکا سره راغلى وم. د هماغه وخت تت انځور مې په سترګو کې رغړېږي، اوس راباندې د سراى بازار وګوره چې څنګه دى. تر بازاره چې رسېدو نو په لاره ډير کلي مخې ته راغلل. په ټوله لار ما داسې انګېرله چې ګوندې د پېښور چهارسدې ته روان يو. يو ځاى مې کاروان ته ويل چې زه خو  داسې محسوسوم چې چهارسدې ته راغلي يو. هغه هم ويل چې بيخي پر ځاى دې وويل. د سراى بازار ته ورسيدو. رفيع الله نيازى ښه بلد و. ويل يې دا سرک چې مخ ښکته تللى تر مومند ايجنسۍ پورې چې څومره کلي پراته دي، ټول يې په ليدو ارزي او د دې کچه سرک له برکته يې ليدلاى شئ.

شفيق  استاد د سراى په بازار کې موټر ودراوه. هغه له بيکرۍ نه بسکټ او کلچې  را اخېستې او زه يوه دوکان ته د سګريټ اخېستو له پاره ورغلم. يو سکاڼ نروچکۍ ځوان له سايکله راکوز شو او ويې ويل چې عابد صېب تقريباَ دوه کيلو متر لاره مې درپسې په سايکل ووهله. د سرک په غاړه ولاړ وم. په موټر کې مې وليدې. او کش مې درپسې ولګوو. ما وى چې تاسې به ضرور د سراى بازار کې دريږئ. ما وى چې ته اظهارى يې؟ هغه وويل هو.

دا ځوان د هغو زلميانو د ترور زوى و چې زه ورته د شپې له خوا په کور کې د پښتو درس ورکوم. او زما د شعرونو سخت مينه وال دى او بلا ډير ټيلفونونه يې راته کړي دي.

ما ورته وويل چې سهار مې ستا د ترور زوى اکمل ته ټيلفون وکړ، ستا نمبر مې ترې وغوښت. هغه ويل چې زه يې درته نمبر پيدا کوم. خو د ټولې ورځې په دوران کې يې ستا نمبر را نه کړى شو. خو ستا او زما د ليدو نصېب به و چې توکلي مو سره وليدل. اظهار ډېره شله ګي کوله چې شپې ته ورسره ولاړ شوو، خو امکان يې ځکه نه و چې موږ له ډېرو يارانو څخه په دې ځان خلاص کړى و چى استاد شفيق سره مو شپه ده. بيا يې ويل چې ډکه کټوه ماسته درباندې خورم بيا لاړ شئ خو د دې هم امکان نه و، ځکه چې د اظهار نيکه ډګروال عظيم هم زما دوست دى، هسې نه چې راته شله شي او موږ  خو د پاتې کېدو واله نه وو.

د سنګرسرای له بازاره په وتو کې و چې د موټر يوې لارې ته استاد شفيق ګوته ونيوله. ويل يې دا د کامې ولسوالۍ هغه منځنۍ لاره ده په لنډه بوچ راتېريږي او دې بازار ته رارسېږي. اوس ناوخته دی که نه په دې لاره پراته کلي هم د ليدو وړ دي. ما ورته  وی چې ځه دا مو درباندې قرض پاتې شوه، د دې ليدو ته به انشا الله  بيا راځو. هغه ويل خدای مو هر وخت راوله.

د ولسوالۍ د ودانۍ لمر پرواته ته د سرک پر غاړه د يوې لويې  قلا غټ، غټ د پسخې ديوالونه نيم تنه ولاړ ښکاريده. استاد شفيق ويل چې دا د حسن خان قلا ده. او دا مخامخ برج وينئ، دا حکيم محمدجان خان جوړ کړی دی او همدی برج يې سر وخوړو. کاروان ته سوال پيدا شو چې څنګه يې سر وخوړو؟

ما وار ونيو او ورته مې وويل چې کوم معلومات ما سره په دې هکله شته هغه زه له تاسې سره شريکوم. کېدای شي چې زما معلومات ناسم وي، نو استاد شفيق به يې سمونه وکړي. کيسه مې داسې شروع کړه:

وايي چې په دې سيمه کې څه پنځه شپږ لسيزې مخکې، حسن خان چې  ډېر با رسوخه سړی و. ډېرې ځمکې يې په دې سيمه کې  خپلې کړې وې. يو وخت پاچا چې د ژوند په وروستيو کې يې د ملت د بابا لقب هم غوره کړ، د ننګرهار په چکر راوتی حسن خان ورته په خپل کلي کې يوه شانداره ميلمستيا جوړه کړې وه. د ثمرخېلو له لارې يې په جاله کې پورې ايست چې دا چکر د پاچا ته ډېر په زړه پورې ښکاره شوی و. کله چې دوی وچې ته شوي وو، نو حسن خان خپل نوکران د ټوپکو سره په هغه لاره په په لږه لږه فاصله کې درولي وو چې تقريباً درې  کيلو متره غځيدلې وه او د يوه کيلو مترفاصله کې يې قالينې ورته غوړولې وې.  په لسګونو اسونه يې ميلمنو ته راوستي وو او د توپونو ډزې يې کړې وې.د حسن خان د ټوپکمارو شمير تر سلو اوښتو. وايي چې سردار داوود خان هم په دې سفر کې ورسره ملګری و. دوی چې له ميلمستيا نه راګرځيدلي وو نو ظاهر خان ته سردار داوود ويلي وو چې حسن خان خو ستا په حکومت کې بل حکومت جوړ کړی دی.د دې مخه نيول په کار دي. هغه وخت سره د کورنيو چارو وزير چې فاروق جان نوميده، يو توند او سر تېری حاکم يې د کامې ولسوالۍ ته وليږه چې د حسن خان غرور پرې مات کړي. دا حاکم محمدجان خان نومېده. دا برج حاکم محمدجان د حکومت په سلا په دې خاطر جوړ کړ چې حسن خان غېرت راوپاروي او حکومت ته لاس واچوي. حسن خان همداسې وکړل. حاکم يې وواژه. حکومت راغی او د حسن خان ټوله کورنۍ يې بنديان کړل. د هغه وخت ولسي شاعرانو دې پېښې باندې شعرونه هم ويلي وو چې زموږ د کلي يو ولسي شاعر مناسب ګل هم يو شعر ويلی و چې سر نامه يې ما ته ياده ده:

فاروق جان باندې نن بيا وطن انګار دی
چې وژلی چا حاکم محمدجان خان دی

کابو اوږده لاره مو ووهله او په لاره ډېر کلي مخې ته راغلل. يوه ډاګ ته ورسېدو چې د بازيدخيلو ډاګ يې ورته وايه. استاد شفيق ويل چې دا ډاک له مهاجرت نه وروسته بازيدخيلو په خپلو منځو کې ويشلی دی. که څه هم ما ډېره هڅه وکړه، چې کليوال وپوهوم چې دا دولتي ډاګ دی، پرېږدئ چې کومه سمه دولتي پروژه په کې پلي شي، خو هيڅ چا پرې سر ونه ګراوه. تر دې چې ځينو دولتي خلکو سره مې هم وليدل، خو نتيجه يې ور نه کړه. البته يوه نتيجه يې دا ورکړه چې ټول کليوال مشران او کشران رانه خپه وو. اوس چې دا لويې لويې قلاګانې ګورئ دا تشې دي، بس هسې درنې درنې پسخې يې راتاوې کړي دي او بس.

د دې ډاګ په شمال کې چې د غره لمنه وه، څو کورونه ښکاريدل او له کورونو لوګي هم پورته کيدل. دا د ماماخيلو کلی و. استاد شفيق ويل چې دا کوچيان دي او بازيد خيلو اجازه ورنه کړه چې په نېږدې سيمه کې ځان ته کلی جوړ کړي. دې وخت کې د بازيدخيلو نوم ته زما پام شو، له استاد نه مې پوښتنه وکړه چې دا به بايزيدخيل وي په ناسم ويلو به ترې بازيدخيل جوړ شوي وي او فکر کوم چې دا سيمه به د بايزيد پير روښان له نوم سره مسما شوي وي او يا به يې دلته وخت تېر کړی وي. هغه وی چې دومره معلومات خو ماته نه شته که څوک تحقيق وکړي، کېدای شي چې يوې نتيجې ته ورسيږي. په ډاګ کې د سرک پر سر لا  تشې قلاګانې پرتې وې چې استاد د موټر په يوه نرۍ لاره جنوب خواته موټر وګرځاوه، ويل چې نور نو زموږ کلي ته راورسېدو. تقريباً يو کيلو مټر لاره چې د کورنو او پټيو په منځ کې تېره شوې وه د استاد شفيق دوی کور و. د ماښام آذان ته لا وخت پاتې و. د کور مخې ته يې په يوه لويه چوتره کټونه واچول  او هغه خپله کور ته ننوتو. لږه شېبه لا تېره نه وه چې قاسم لالا او اسد الله چې تر استاد مشران ورونه راغلل او کلکې غاړې مو سره ورکړې. استاد  د اودسونو له پاره په کوزو کې اوبه راوړې، موږ دريواړو، کاروان او رفيع الله پټيو ته کيوتو او اودسونه مو تازه کړل. چې راوګرځيدو نو يو معيوب ځوان چې رامداد نوميده، استاد ورته وويل چې دا ايمل پسرلی دی. هغه ځوان چې د وجود توازن يې سم نه و. يعنې وجود به يې يوه جيټکه وخوړله. د خبرو په وخت کې به ترې خبره اوږديدله او ټول وجود به يې ورسره وخوځيده، را ترغاړې وتو. خو چې کله مو خبرې سره شروع کړې، استاد ته يې وويل چې دا خو ايمل پسرلی نه دی. غږ يې هغه ته ورته نه دی. بيا ورته ما وويل چې زه هم له بي بي سي راډيو سره کار کوم، رفيع الله نيازی مې نوم دی او د ځوانانو له پاره خپرونې جوړوم.

يو دم يې په ملا رانه ټپ و ايست او ويې ويل چې هو، هو، ستا هغه خپرونه مې اوريدلی وه چې په لامبو دې جوړه کړې وه او د کونړ د سيند په غاړه دې هم خلکو سره خبرې کړې وې.

ما نيازي صېب ته وکتل هغه ويل هو والله ما خو يوه خپرونه تېره مياشت همداسې جوړه کړې وه.

بيا مې کاروان ور معرفي کړو چې دا د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې مشر ليکوال دی. هلک بيا ور پورته شو او له کاروان نه يې غېږه راتاوه کړه. ويل يې چې دا شمس  سره يې بابا ډېر ظلم کوي چې مکتب ته يې نه پريږدي. هغه بېچاره خو خپل مکتب وايي او مال هم ورته ساتي.

دلته کاروان صېب ويل چې عکس مې ورسره واخله، دی په دې دومره مينه وال دی چې ډرامه يوازې اوري نه، نظر هم پرې ورکوي. د ماښام لمونځونه مو  په همدې چوتره وکړه، ورپسې سم د شېدو شايو سره بسکټ راغلل. هوا ورو ورو، سړېده او تياره په زياتېدو وه. يوه دروند سپين ږيری او منډلی ځوان هم راغلل. ټولو سره يې د غاړې روغبړ وکړ. استاد شفيق ويل چې د تره زوی يې دی. هغه ته يې ټول په نومونو ورپېژندل، کله چې ما ورسره غاړه ورکوله، نو ورته يې وويل چې بازمحمد عابد دی. فکر کوم چې زما له نوم سره له پخوا نه اشنا و، ځکه خو يې په غېږ کې کلک ونيولم، شفيق استاد ته يې ويل چې ښه دا عابد دی. بيا چې په کټونو کې کيناستو ماته يې په خوږ  نظر کتل خو چې ما ور وکتل موسک هم راته شو. استاد ته يې ويل چې ښه نو دا عابد دی. زه پرې د مخه شوم ورته مې کړه چې هو، دا په ځمکه چې نه ښکارم همدا زه يم. ټولو په ګډه سره وخندل.  هغه ځان معرفي کړ . حاجی فاروق نوميده د ننګرهار د استقلال په ليسه کې مدير دی او په جو آب کې يې کور دی. زموږ په ليدو يې ډېره خوشحالي وښوده. هغوی له موږ نه رخصت واخيست او استاد شفيق ته يې وويل چې سبا غرمه به مو زه په تمه يم. دا چې تياره ډېره خپره شوې وه نو شکلونه مو يو بل ته سم نه ښکاريدل، ما شوخي وکړه سګريټ ليټر برق مې ولګوو او و مې ويل چې مدير صېب چې دا مبارکه څېره خو دې وګورو چې سبا راڅخه غلط نه شې. هغه بل منډلی ځوان د مدير صېب مشر زوی و، هغه د خدای پامانۍ په وخت کې ويل: زه په ننګرهار کې عسکر يم. هر څه خدمت چې وي، نو انشا الله اجرا کېږي به، تاسو صرف امر وکړئ. ما وی عسکر به نه يې ګوره منصبدار به يې. هغه راته په ځواب کې وويل چې ستاسو عسکر يم. دوی چې خدای پاماني واخېسته، هوا هم سړه شوې  وه، قاسم لالا  ويل چې حجرې ته دننه کيږو  چې هوا نوره سړه شوه.

دا حجره د صميم صييب د حجرې په نسبت ځکه ګرمه وه چې يو وړه وه او بل دا چې ديوالونه يې د پسخې وو او راټوله وه، خو دروازه يې شمال لور ته وه، د لږې شېبې له پاره به چې خلاصه شوه، نو سړه هوا به راننوته. دلته هم ډېرې بړستنې يوه ګوډ ته ايښې وې، څو چې قاسم لالا راباندې بړستن اچوله بيا مې وختي را اخېستې وه او له پښو نه مې تر سينې پورې په کې ځان راتاو کړی و.

قاسم لالا د کامې په ولسوالۍ کې ماموريت لاره. خبرې يې ډېرې کولې خو غوږ يې هم نيوه او په پاخه دليل به يې خبره هم منله. اول يې د کابل د سړې هوا په هکله وويل چې ډېره ستوغه يخني يې ده. تېر کال چې له کوم بل ملګري سره د څه کار له پاره تللی و. نو د سهار له چايو وروسته چې راوتلی و، نو د پټو څادر يې دومره کلک له ځانه راتاو کړی و چې د کابل له ماشومانو حيا ورغلې وه. ويل يې چې د کابل د کوڅو ماشومان به مې ليدل چې له کورونو به يې په جامونو کې اوبه راخېستې او په واورې به يې اچولې او بيا به يې پرې يوه منډه هم واخېسته چې دا لوبه په ننګرهار کې ما نه وه ليدلې او نه دلته واورې کېږي. قاسم لالا دا هم ليدلي وو چې پسونو او مېږو به له کورونو څخه د راوتلي کثافات په انبارونو رامنډه کړه او کاغذونه يې خواړه چې زړه يې پرې خوږدېدلی و.

قاسم لالا په اداري فسادونو کې او په تېره بيا د ولس د بې اتفاقۍ او بې تفاوتۍ نه سر ټکاوه، ويل يې په يوه ولسوالۍ کې ٧٢ پيوستون شوراګانې دي چې د هرې شورا د ودانۍ له پاره د کليو او پراختيا وزارت ٣٠ لکه افغانۍ ورکړې دي. چې نيمايي يې هم په ودانيو نه دي لګېدلي. همدا رنګه مې په لومړي ځل د همده له خولې واوريدل چې د کامې ولسوالۍ  د ٥٢ کليو څخه جوړه ده. دا خبره ماته بيخي نوې وه.

په کامه کې چې يوې بلې خبرې ته زما پام شو هغه دا وه چې اوس ځای په ځای دوکانونه او حتی مارکيټونه جوړ شوي دي. هو به هو د پېښور غوندې. کوم توکي چې  ما د پېښور د کليواو علاقو په دوکانو کې ليدلي دی، په کامه کې هم پيدا کيدل. ما دوی ته د خپل کور کيسه وکړه:

کله چې  ننګرهار ته  روسي لښکر راغی نو د شرق زون اکمالاتي بېز يې زموږ د کلي د غره په لمنه کې چې د کونړ مست او څپاند سيند پرې تېرېږي، واړول. زموږ هغو کليوالو چې د جلال اباد ښار کې يې کورونه لرل، ښار ته په کډه شول، څوک پاکستان ته مهاجرت لاړل او څوک هم کامې ته. موږ هم د کامې  دمستعلي کلي ته د ترور کره کډه يوړه.  څه دوه مياشتې به مو همدلته تېرې کړې وې، دا نو له هغه وخت سره موږ ته ډېر ستړی کوونکی ژوند ځکه و چې له چاپيريال سره بلد نه وو.  که د کور  ته به د تيلو دبلې هم په کار شو نو د اخوند کلي بازار ته به پسې راتلو. دا وخت نو ما سره يو سايکل هم و.  که په کور کې او يا هم شاو خوا به چا څه سود سودا غوښته نو ما به ويل زه يې راوړم. بس سايکل به مې واخېست او په ډېره مينه به له سودا پسې له کوره ووتم. يو ورځ راته د اخوند کلي په بازار کې شيږ يا اوه کلن ماشوم  مخې ته راغی، زه هم وارخطا شوم. په سايکل مې ځان خوږ کړ، خو ماشوم مې خوږېدو ته ور نه کړ. ماشوم  بې واره کړيکې وهلې، د بازار خلکو داسې انګېرله چې ګوندې هلک يې خوږ کړ، دوه درې کسه راپسې راپاڅيدل. ګواښ او تلاښ يې راباندې وکړ، خو مخکې له دې چې وار راباندې وکړي ورته مې وويل چې ماشوم مې بچ کړی دی کاکا هسې ووېرېده، يوه په کې ماشوم په غيږ کې واخېست او لاندې باندې  يې چيک کړ خو خدای فضل وکړ. کوم زخم يې ونه ليده. همدلته مې د معلم اکرم په نوم په لومړي ځل يو څوک وليد چې بيا څه موده وروسته په سيمه کې د يوې جبهې سرګروپ هم شو. بيا موږ خپل کلي ته بېرته ستانه شوو.

د قاسم لالا دسيمې په سياست هم سر خلاص و. په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې چې نړېوالو کومه لويه لوبه د پښتنو په سيمه روانه کړې ده، د دې تحليل يې هم د ډېرو روڼاندو پښتنو په څېر و.

د شپې تر يوولسو بجو پورې مو ښې غورې سره وکړې. بيامو بړستنې پر سرونو کش کاږلې. د سهار چای مو چې وڅښې، قاسم لالا ويل چې نن هم پاتې شئ داسې پورې د غره چکر درباندې وهم. زما يو دم خولې ته راغلل چې دا مو درباندې قرض پاتې شو. دلته ټولو په يوه خوله سره خندا ګډه کړه. او دا ځکه چې موږ به چې د هر چا غوښته ردوله نو دا خبره به ورته ما کوله.  نور نو موږ  هم د ايساريدو واله نه وو، ځکه چې رفيع الله نيازي ويل چې همکارو نجونو ترې پټوان څادرونه چا د پلرونو له پاره او چا هم د ميړونو له پاره  غوښتي دي او هم مو د استاد شفيق د کاکا ځوی ته ويلي وو چې ستا ځای ته هم درځو. څه کم اته بجې وې چې له کامې نه مو د جلال اباد په لور حرکت وکړ.  جلب ته اسدالله چې تر استاد شفيق مشر ورور دی کيناست. له بازيد خيلو چې راتېر شوو، نو  ما وويل چې په کامه کې يوه څوکه ده چې څوکۍ بابا ورته وايي. استاد وويل چې بس دا مخامخ ګوره دا څوکۍ بابا ده، ما وی چې موږ هم ورته څوکۍ بابا وايو، دلته خو به کوم زيارت نه وي؟ ويل يې چې شته دی. په لاره نور واړه او غټ کلي هم پراته وو لکه ........... وت، شيرګړ، داربند او ګوج. د شيرګړ بازار کې يوه پنچرمين ته ودرېدو او په ټايرونو کې مو هوا پوره کړه.  داربند ته چې راورسيدو، استاد شفيق د سرک په سر د يوې حجرې مخې ته موټر وداروه ويل يې دا د دادوود وفا دوی حجره ده او تر څنګ يې کور دی. ما کيمره راواخېسته، د حجرې او حجرې ته مخامخ د ځمکو عکسونه مې واخېستل. په همدې داربند کې روان وو چې د وفا صېب فون راغی، څه يې د ټيلفون اواز جړ  و او څه شبکې سم کار نه کاوه د هغه په خبره پوه نه شوم خو ما ورته وويل چې دا اوس ستاسې په کلي را تېر شوو.

له ګوج نه چې په راوتو وو نو استاد شفيق د هغې منځنۍ لارې سر هم راوښود چې په لنډه بوچ نومې کلي تېريده او د سرای بازار ته غځېدلې وه. تر لږ مزله وروسته نو پوخ سرک ته راوتلي وو  د کامې روغتون ته چې راورسيدو، مخامخ يوه بله غونډۍ پراته چې شينکۍ غونډه يې ورته ويله. ماته ياد شول چې پرون له داوود وفا او اجمل بهير سره د سيند غاړې ته راغلی وم، وفا صېب راته ويلي وو چې دې غونډۍ کې ډېر زيات بوتان ښخ شوي وو، خو مجاهدينو په خپل سر کيندنو کې څه ضايع کړل او څه يې د پاکستان په تورو بازارونو کې په ډېره کمه بيه وپلورل.

کاروان، سعد ملوک شېرزاد او ګران

اظهار الله د سنګر سرای په بازار کې

رفيع الله نيازی، ؟؟؟؟؟ کاروان، قاسم لالا او استاد شفيق

د بي بي سي راډيو دايمي اوريدونکی او د ايمل پسرلي د ليدو ارمانجن رامداد د عابد او کاروان تر منځه

د شيرګر بازار

په دار بند کلي کې د داوود وفا د حجرې دروازه جې د سرک پر سر پرته ده

محمدولی حیران کامه وال 21.12.2010 08:11

گرانه عابد جانه سلامونه او درناوی درته وړاندی کوم انځورونه می ولیده خوشحاله شوم یوڅه خاطری می دخپل کلی په زړه راووریدی خو فکر کوم چی دایو ځای کی چی عکس دی د امداد په نامه دیو اصلی کامه وال اخیستی چل دی کړی او بیا دی دا بهانه جوړه کړی چی ایمل پسرلی دلیدو ډیر ارمانجن دی مااو تا پدی پوهیږو چی داتصویرڅه لپاره دلته اخستی او بیاد په خپل بلاک نشر کړی هم دی هاهاها....
محمدولی حیران کامه وال له تهرانه
حيرانه وروره هغسې نه ده لكه ته يې چې فكر كوې، داسې معيوب كسان په هر كلي كې شته ، زموږ كلي ګې هم شته او له ټولو سره زه مينه  لرم او كه رښتيا درته ووايم داسې مخلوق سره مينه كول الله تعالى هم ډير خوښوي.
ورور دې بارمحمد عابد

سیدخالدسادات کاموال 30.06.2010 07:26

عابد صیب سلامونه:
مننه چې زمونږ پلرني ټاټوبی ته تللی وې . وعده درسره کوم چې زه به دې هم انشالله یوه ورځ بیا خپل کلی ته سره د ملګرو بوځم.

مننه او کور ودان
سادات

attaullah momand 02.04.2010 01:04

salamoona abid saheeb
deera manana chi da khapal kali chakar di rako dasi aehsas kom laka chi staso pa strgo me khpal kali beya pas da der wakht na o leda
kustakhi di maaf wi abid saheb khkuli safarnama mo lekaly khu mukamala na da
pa har sorat dera ziata manana
attaullah momand
Belgium

wrora khday de tasy ham pa khpal watan kre. kho da chi tasy aw stasy pa shan noor kamawal wrorna zma malomat warzat na kare no safar nama ba sanga mokamala shee kash chi tasy pry khpal malomat da tabsery pa de khona ke warzat kary.

wror de Abid

محمد داود وفا 24.12.2009 10:52

درانه عابد صاحب ته سلامونه او درناوى!
له دې امله چې زموږ د پلرنۍ سيمې کامې په اړه دې په زړه پورې يون ليک ليکلى. ما او زموږ ټولو سيمه والو ته د مننې وړ کار دى سره له دې چې په لنډ تنګ وخت کې مې ټول يونليک و نه شو لوستى خو لږ تر لږه مې په کې د خپل پلرني کور و کلي انځورونه په نښه کړل.
ژمنه کوم چې ټول به لولم او يو اوږد نظر او تبصره به پرې وليکم.
يوه يادونه درته بي ځايه ښکاره نه شي او راته په قار نه شي چې که تر دې وروسته دې زما د نامه ليکنې ته اړتيا پېښيده هيله ده داسې يې وليکې:
محمد داود وفا
يو ځل بيا ډېره مننه ته دې لس دومره نور هم ژوندى وې چې د کامې په تودو حجرو او يخو دېرو کې دوستان شعرونو ته غوږ غوږ وي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.