Baz blog

کامې ته فرهنګي سفر وروستۍ برخه

21.12.2009 08:31

د بهسودو د پول په سر د کامې هډه وه. هلته اسدالله موټر وګرځاوه، خپله له موږ څخه کيوت او استاد شفيق د موټر جلو ته کيناست. د جلال اباد ښارته چې ورسېدو، د مخابراتو له چوک نه چې لږ ور تېر شو نو موټر مو د سرک پر سر ودراوه. نيازی، استاد شفيق او کاروان د څادرونو يوه دوکان ته ودريدل او ما پرهېز شګېوال ته ټيلفون وکړ. ويل يې چې د ډنډ غاړې سره دی او په دوه مينټو کې راځي. لږه شېبه وروسته چې راورسېده، نو د کاروان دوی سره مې تعرف وکړ. هغه چې کاروان وليد، ډېر زيات خوښ شو ويل يې چې بيګا زه پوه نه شوم چې تاسې سره کاروان دی که نه سل وارې چې مريض هم وم نو کامې ته درسره تلم. زما په غوږ د څاروان نوم ولګيده. ما ورته ويل تېره شپه نغمې کومه سندره ويله چې د څاروان وه او د کاروان په غوږ داسې لګيدله وه چې ګوندې نغمې وويل چې د کاروان شعر دی. ماته کاروان ټيلفون وکړ چې شمشاد کې د نغمې مرکه وه او يو ډېر بدرنګ شعر يې ووايه چې ويل يې د کاروان شعر دی. ما چې بابرزي ته فون وکړ هغه راته وويل چې نغمې کاروان نه بلکې څاروان ووايه.

بيا پرهېز شله و چې غرمه به ورسره تېروو، خو موږ ځکه معذرت وغوښت چې موږ د غرمې تېرولو خبره له مدير صېب فاروق سره کړې وه. نيازي صېب په يوه دوکان کې څادرونه خوښ کړل خو په بيه کې سره جوړ نه شول. کاروان صېب ورته وويل چې دوکاندار چې په خپل نرخ دومره ولاړ دی، ګټه به يې په کې دومره نه وي لکه څومره چې ترې ته رعايت غواړې، خو نيازي صيب قسم خوړلی و چې تش به لاړ شي خو د هغه دوکاندار نه به څادرونه وا نه خلي. ما ورته وويل چې تا اوس قسم کړی دی راځه چې څادرونه درته زه واخلم. د حاجي ګلفراز غازي ابادي دوکان ته ورغلم. زلمکی ځوی يې راولاړ شو او روغبړ يې راسره وکړو. ما يې د پلار پوښتنه وکړه او هغه ورته مسکال ورکړ شېبه لا تېره نه وه چې ګلفراز راپېدا شو. د نيازي په خوښه يې د ټول بازار نه دوه سوه کلدارې يو څادر ارزانه ورکړو. ګلفراز سره څه شل پنځه ويشت کاله پخوا زما مخ په مخ دوکان و. ډېر يار سړی دی خدای دې ژوندی لري.

له پرهيز شګيوال نه مو رخصت واخيست او نيغ د استاد شفيق د تره د زوی کور ته ورغلو. هغه ډېر زيات خوښ شو چې موږ ورسره په کړې وعده وفا وکړه. دلته هم کاروان صيب ويل چې چای مو وڅښې نو د کابل په لور حرکت کوو. خو مدير صېب غلام فاروق ورته موسک شو او ويې ويل: غرمې خو ته زما ميلمانه ياست او مازيګر چې مې زوی له وظيفې نه راستون شي ويل يې چی ډرونټي ته به تاسې بيايي او شپه به مو له موږ سره وي. ما مداخله وکړه و مې ويل چې د ډرونټې مو درباندې قرض پاتې شو او غرمه درسره تېروو. زما د دې خبرې سره ټول بړق وهل. استاد شفيق وويل چې په موټر کې لږ څه عوارض دی، تاسې ګپ لګوئ زه به مستري ته دا موټر لږ ورښکاره کړم. ما وی زه هم درسره ځم. د کابل پخوانۍ هډې ته چې د مخابراتو رياست سره نېږدې ده، يوه ورکشاپ ته ور ننوتو. مستري يې هم دوست و. ما پوښتنه وکړه چې په څومره وخت کې به موټر کې کار خلاص شي؟ مستري وويل چې په نيم ساعت کې . بس نيم ساعت هم په جلال اباد کې ګرځېدل ما ته غنيمت وو. په منډه خالد رسټورنټ ته ورغلم او هلته مې خپلوان وليدل. مومند خپرندويه ټولنې ته مې هم سر ورښکاره کړ. د نصير مومند ورور ته مې وويل چې مومند صېب ته سلام کوه. زه ځم چې څوک راته انتظار دي. هغه ويل چې دننه راشه استاد هم ناست دی. ما چې دننه سر ورښکاره کړ له استاد صميم سره عطامحمد هيله من او محبوب الله محبوب هم ناست وو. له دوی سره يوه شېبه کيناستم او په پرونۍ شاندارې غونډې مو تبادله نظر ورکړو. له دوی څخه مې اجازه اخېستې وه چې د استاد شفيق ټيلفون راغی ويل چې موټر کې کار خلاص دی چېرته درپسې درشم ما ويل چې بس نېږدې يم دا دی درورسيدم. له دې ځايه چې مو د کور په لور حرکت وکړ نو د کاروان صېب ټيلفون راغی ما ورته ويل چې بس په لسو مينټو کې درسېږو.

خدای شته مدير صېب غلام فاروق ښه مکلفه غرمنۍ يې جوړه کړې وه. چای څښلو ته ايسار نه شو. استاد شفيق ته مې وويل چې دې وراره ته هغه ترموز ورکړه چې ښې مزيدارې شنې چای په کې واچوي نور نو حرکت کوو. څو چې هغه موټر راګرځاوه نو زلمکي وراره د چايو ترموز راوړی و. مدير صېب راڅخه وعده واخېسته چې کله هم جلال اباد ته ورځو نو له دوی سره به ضرور ګورو.

د ماسپښين لمونځ مود مدير صېب په حجره کې وکړ او نور مو د کابل په لور حرکت وکړ.  د لغمان په عزيزخان کڅ کې د ارواښاد ګل پاچا مقبرې ته تم شوو، په قبر مو دعا کړه، د مقبرې په څلو ليکل شوي شعرونه او سوانح مو ولوستلې، په ټولو يې د عظمت لوړو فکرونو او ژورو خيالونو ژور اثر وکړ او بيا مو د کابل مخه ونيوه.

دمازيګر لمونځ مو په وريښمين تنکي کې د عسکرو هغې پوستې ته راورساوه چې د روسانو په وخت کې يې پول مجاهدينو الوزولی و او بيا يې پرې د استحکام پول اچولی و چې تر اوسه د استحکام پول په نوم يادېږي. اودسونه مو تازه کړل. رفيع الله نيازي په کمره عکاسي کوله ما چې په ځان پاک مخ او لاسونه وچ کړل رفيع الله نيازي اودس خلاص کړی و او ځان پاک مې ورته ورکړ. د لمونځ ادا کولو وروسته استاد شفيق د چايو ترموړ راواخېست او چای مو په خوند خوند وڅښلې او حرکت مو وکړ.

چرخي پله ته چې راورسېدو نو د شاړي ملا پوښتنه مو له يوه عسکر نه وکړه هغه ويل چې تېره ورځ کورته تللی او تر اوسه نه دی راغلی. نيازی صېب احمدشاه بابا مينه کې کور لري او د حربي پوهتنون کې له موږ څخه کيوت. وعده مو سره وکړه چې له اختر نه وروسته به ټول له نيازي صېب سره يوه شپه ځو او ښې غورې به سره کوو. همدلته زما نظر په هغه پلاستيکي لفافه پريوت چې استاد شفيق په کې ځان پاک ساته. لفافه تشه پرته وه. ما نيازي صېب ته وويل چې هغه ځان پاک دې لکه چې په وريښمين تنګي کې پريښود! هغه تندي ته ټس ورکړ استاد شفيق وويل چې کيدای شي دهغو عسکرو لاس ته ورغلي وي. خو ځه د خدای په رضا دې وي. زه ترې د څلورم مکروريانو په سرک ښکته شوم او استاد شفيق د خيرخانه په لور په دې خاطر روان شو چې کاروان صېب خپلې کوټې ته ورسوي.

استاد شفيق، عابد، مدير غلام فاروق، کاروان او نيازی صېب، د مدير صېب په حجره کې

نعمت الله چې په خالد رسټورنټ کې موبايل پلورنځی لري او زما د خپلوانو له جملې څخه دی.

په مومند خپروندويه ټولنه کې عطامحمد هيله من، عابد، استاد صميم او محبوب

استاد شفيق، کاروان او رفيع الله نيازی

عابد او استاد شفيق

کاروان او استاد شفيق

محمدسليم احمدزي 14.03.2010 18:32

DEA KADERM AO ZRA TA NESHDI MASHRANO
SALAMOONA AO NEKI HELI
ZRA ME GUARI CHE ZA HAM PA DI SAFAR KI DER SARAWAI. ALLAH MU HAM DASI YAOZAI AO KHUSHALA LARA DA TAL LAFARA.

MANANA WROR JANA TASY DE HAM KHDAY KHOSHAL LAREE

WROR DE ABID

انعام الله 26.12.2009 01:37

abid sahib salmoona aw neki heeli deer ziat khushala shoom chee tasoo mong ta da kami pa hakla domra maloomat rakroo aw bia d a chi ustaz shafiq khoo zama ustaz de pa aks ledaloo ee deer khushala shoome tasi poohiqi chee ustaz sameem zama kaka de aw za pree deer wairama ka cheerta mo ustaz shafiq waleedo no zama salamoona pr ee ka wee انعام الله ستاسووور لندن
انعام الله جانه وروره استاد سره خو زه ډېر نه وينم، البته ورځ دوه پس ورته ټيلفون کوم ستا سلامونه به ضرور ورته ووايم ، نور امر وکړه مسافره وروره!

عارف بختیار دکندهارنه 22.12.2009 06:43

سلامونه اونیکی هیلی ومنه عابد صاحب
کامی ته فرهنگی سفر می ډیرخوښ شو ډیرجالب و هلیه مندیم چی آینده نورهم داسی په زړه پوری مطالب نشرته وسپارۍ .
په درناوی
عارف بختیاردلوی اتل دټاټوبی څخه

نجيب زاخيلوال 21.12.2009 22:45

سلامونه عابد جانه وروره!
اول ستا روغتيا ستا د درنې کورنۍ سره زما لومړۍ هيله ده او بيا هيله لرم چې ګيله من به نه وی چې ډېره موده وروسته دې احوال اخلم.
ګرانه وروره که ريشتيا درته ووايم د ماشومانو د ارواپوهنې په اړه مې يو کتاب بشپړ کړی او بل باندې کار کوم. خو په هر حال نن مې د صميم صيب انځور ستا له برکته وليده. که زما سلامونه او نيکې هيلې ورته ورسوي نو دا به دې لويه مهرباني وي
زما برېښنا ليک دی: najibullahzakhilwal@yahoo.com
زما د ګرځند شمېره ده: ۰۰۴۶۷۳۵۹۱۹۸۱۳
ورور دې نجيب زاخيلوال سويډن

زاخيلوال صېب ډېره مننه چې د صميم صېب د عکس په ليدو خوشحاله شوې يې. زه به ورته ټيلفون وکړم او ستا سلامونه به وروسوم. دا چې تاسې د خپل ټيفلون شميره راکړې ده نو زه هم هم خپله شميره درکوم، ګوندې که په وطن کې راباندې څه امر خدمت واچواې.
٠٠٩٣٧٠٨١٩٨٥١٢
ورور دې عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.