Baz blog

دانش مطبعه په کابل کې - انځوريز راپور

22.12.2009 09:24

اسد دانش زه له هغه وخته پېژنم چې په شلو زرو کلدارو  يې خپل خپږنيز کار پيل کړی و. هغه وخت هم دانش صېب درويشانه او مستانه طبعه لرله او اوس يې چې د خپرنيز کار تر زرګونو کتابونو ته رسېدلی  دی، هم درويشانه او مستانه خوی لري.  په پېل کې چې يې د قصه خوانۍ  په ډکي نعلبندي کې يو وړوکی  کتابپلورنځی پرانيست  سره له دې چې کمپوز سنټر هم په کې  و د اسد دانش د بنډارونو ځای هم و. تل به په کې اوه اته کسه فرهنګيان ناست وو.  او اوس هم چې په پېښور کې څومره کوزني او برني فرهنګيان دي، په هفته کې دوه درې ځلې اسد دانش ته ورځې . اوس خو يې کتابپلورنځی بېل او کمپوز سنټر او دفتر بېل دي چې دفتر يې د شاعرانو او ليکوالو بنډار ځای دی او تل په کې شنې او تورې چای يارانو ته رسيږي.

اسد دانش به په سلګونو داسې کتابونه  په خپل لښګت خپاره کړي چې شاعر او ليکوال يې د چاپ وسه نه لرله او اوس هم چې کوم ناداره شاعر او ليکوال دا هيله ولري چې کتاب دې خپور شي نو اسد لالا يې بيا په دې کيسه کې نه وي چې کتاب څوک په بيه اخلي او که نه، خو د ی ورته کتاب په خپل لګښت چاپوي.  زما په اند د همدې ملنګانو شاعرانو او ليکوالو د دعاګانو برکت دی چې د دانش لالا کار و بار يې له شلو زور  کلدارو څخه تر ميلونونو پورې ورساوه.

دا دی دا دوهم کال دی چې دانش مطبعې په کابل کې کار پېل کړی دی او ښه په کاميابۍ سره پر روانه ده.  تيره ورځ چې زه  د حيسنه ګل تنها په کتابونو پسې چې بهيروالو ته يې راليږلي وو، د کابل په ميوند جاده کې دانش کتابپلورنځي ته لاړم،  نو په  زرګونه عنوانه کتابونه مې وليدل چې دانش  خپرندويه  ټولنې خپاره کړي وو، خدای شته چې له زړه نه مې ورته دعا ووته . کمره راسره وه  او د کتابپلورنځي عکس مې واخيست. وروسته چې مې بيا دا عکسونه په کمره کې ليدل ډېر خوند يې راکړ او و مې پتيله چې په اسد دانش مطبعه بايد يو انځوريز راپور ولرم. ځکه چې ما ته يې هم دوه درې کتابونه په خپل لښګت خپاره کړي  که څه هم دا راپور  به د هغه د احسان جبران نه وي خو زما خپله تنده به پرې يو څه ماته شوي وي.

راځئ چې دا انځورونه په ګډه سره ووينو.

د کابل په جمهوريت روغتون ته مخامخ اسد دانش فلم سکينر په ستانکزي مارکيټ کې
قاري صېب عمرخيل چې په زرګونه کتابونه يې په خپلو هنرمندو ګوتو کمپوز او ډيزاين کړي دي.

نيازعلي پرنټينګ ماشين ته ولاړ دی

ظفرجان د کټينګ ماشين تر څنګه

ملاجان د لايټنيګ ماشين تر څنګه

نصېب الله د ګم باينډينګ ماشين تر څنګه

په مېوند جاده کې د اسد دانش کتابپلورنځی

دانش کتابپلورنځی د کابل په مېوند جاده

عابد په دانش کتابپلورنځي کې

سميع الله د دانش کتابپلورنځي مسوول

نور احمد نورزی په کابل کې د دانش مطبعې مسوول

داکتر ایمل مؤحد 09.03.2010 15:16

له هرسه وراندی په سلامونو دی لمانزم.
بخنه غوارم زما نویشته کی نیمگرتیاوی شته علت یی دادی چی زما کمپوتر نوی اوپوشتونلری.
دستاسوهرنوع راپور په رزه پوری اوقابل دستاینی دی بایدتاسوزه داس لیکنه وکرم خوزما کوپری دستاسودخدمتونو دبیان سخه عاجزدی
گرانه بازجان!
په خواشینی سره می خبرترلاسه کرو چی دلالا زوی دی نیمگری دنیاسخه دهمیشه لپاره سترگی پتی کر تاسوپه خدای یقین وکری چی داس خفه شوی یم په بادامی سترگوکی می اوشکی راغلی اوهماغه شیبه وه چی مادلالا سره اریکه ونیول متاسفانه زمااریکه ترنن شیبی پوری له هغه سره ونشو. الله نه ورته صبرجمیل غوارم اودافغان ملت دزوانانوپه نمایندگی خپل خفگان هغه سره شریک بول دالله غم لکه دافغان ملت زوانانو شل کیدل دی مونگه تول له هغه سره شریک یو بس تاسوزما پیغام ورته ورسوی
له بریالیتوب اوکامیابی په هیله دی بازجان
دستاسو کشر اومنونکی ورور داکتر ایمل مؤحد

باركوال مياخېل 23.12.2009 12:25

(د زرو له قدره زرګر خبر وي)، واقعاً اسد دانش صاحب او ورسره يې مرستيالان ملګري شفق جان، قاري او نورزى صاحب په داسې ستاينه ارزي چې له ما سره يې ښايي توري نه وي، ځكه دوى د پښتو ژبې په تاريخ كې په هره برخه كې داسې علمي پښتو كتابونه خپاره كړل چې هيڅ يوې ادارې هم- چې تر كار يې خبرې زياتې وي- داسې خدمت پښتو ته نه دى كړى. خداى دي دانش صاحب ته اوږد او خوشاله ژوند ور په برخه كړي چې كه څه هم د خپل محترم پلار ارمان خو يې تر سره كړ- چې يو وخت يې ويلي و: كشكې خداى داسې يو زوى راكړى واى چې زما كتابونه يې خوندي ساتلي واى او پښتو ته يې خدمت كړى واى- خو فكر كوم د پښتو او پښتنو ارمان لا پوره نه دى او له دانش صاحب غوندې پر پښتو او پښتنو مين ملي مشر څخه تمه لري چې لا نور هم نه ستړي كېدونكي خدمتونه ورته وكړي.
بازه! تا دي هم خداى تل ژوندى لري چې د خپلو خادمانو او خواخوږيو ملګرتيا كوئ او خلك يې له خدمته خبروئ
خو ګوره بازه وروره باز خو ډېرې غوښې خوري، تاسې ورځ تر بلې پسې ډنګرېږئ، هيله كوم چې د پښتو تر څنګ به خپلې روغتيا ته هم پام وكړئ.

مياخيله ورور، ځوشحاله اوسې چې خپل نيک نظر دې تر ما او د بلاګ ليدونکو ته راورساوه. مننه وروره چې زما د روغتيا فکر درسره دی، که رښتيا درته ووايم اوس خو باز د ژوند په داسې پېر کې دی چې خپلې غوښې خوري. او ې ژوندې دی نو ستا په څېر د يارانو په دعا ژوندی دی.
په مينه او درنښت ورور دې بازمحمد عابد

قاري 23.12.2009 07:55

ښې چارې،
عابد صاحب زما د هټۍ پته دې سمه نه ده کښلې، سمه يې داسې ده لکه هغه اثر ملګري، چې درته کښلې.
درنښت دې غواړم
د دانش خپرنځي قاري

عبدالرحمن الفت محمودی 23.12.2009 07:09

عابد صیب ډیره مننه، ګلالی راپور دی پری لیکلی دی
دانش لالا او نورزی صیب ته د لوی خدای څخه لا د نور کار توفیق غوښتونکی یم.
په مینه
ورور مو عبدالرحمن الفت محمودی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.