Baz blog

يوه ډېره خوږه خاطره/ عابد

29.12.2009 08:03

انتخاباتو ته يوه اوونۍ پاتې وه چې د دفتر د سروی له ډلې سره د لغمان او ننګرهار ولايتونو ته په رسمي سفر روان  شوم.  لومړی د لغمان ولايت ته ولاړو  د قرغيو په ولسوالۍ کې د ترخ خيلو په کلي کې مو د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې له اوريدونکو سره خبرې وکړې. موږ سره ښځينه همکارانې هم په ډله کې موجودې وې. هغوی په همدې کلي کې کورونو ته لاړې خو د پام وړ ښځينه اوريدونکې يې نه وې پيدا کړې.  خو موږ چې له ځوانانو او سپين ږيرو سره غږيدلي وو نو هغو ټولو په ډرامه ډېر ښه فيډ بک راکړی و.  د همدې ورځې په مازيګر چې جلال اباد ته ورسيدو نو د ډلې له مشر سره مې مشوره وکړه او زموږ کلي (ثمرخيلو) د تګ نه مې ورته وويل هغه ويل چې ته چا ته فون وکړه چې د ډرامې اوريدونکي په يوه مرکز راټول کړي، چې کار مو ژر ځلاص شي. ما په کلي کې يوه ملګري ته ټيلفون وکړ او تر هغې چې موږ ورسيدو نو د ډرامې اوريدونکې  ډېر ځوانان  يې راټول کړي وو . موږ سره چې دوه تنه ښځينه وې هغوی مې د تره کور ته وليږلې او د تره ښځې ته مې وويل چې ښځينه اوريدونکې ورته راپيدا کړه.
ماښام نيږدې چې له کلي وتو نو ښځينه همکارانو وويل چې موږ خو ښځې اوريدونکې پيدا نه کړی شوې. د سروې د ډلې مشر وويل چې راپور داسې جوړوو چې ښځينه په نه اوريدونکو کې راولو او نارينه په اوريدونکو کې .
په سبا چې مو د کابل په لور حرکت وکړ نو د دفتر د ريس ټيلفون د ډلې مشر ته راغی. د ډلې مشر چې ورته خپله خبره وکړه نو ريس ورته وويل چې ښځينه اوريدونکي بايد پيدا کړئ چې بيا مو سروی ناقصه شمېرل کيږي. په دې وخت کې مو د لغمان کڅ ته نيږدې شوي وو . ما د ډلې مشر ته وويل چې د دې کلي خلک ډېر تعليم يافته دي، کيدای شي دلته ښځينه اوريدونکي پيدا کړو. د الفت صاحب له مزار سره مو موټر ودراوه او يوه دوکاندار سره مو خپله ستونزه شريکه کړه. هغه ويل چې که څه هم د ښوونځي رخصت دي خو د نجونو ليسې ته نن څلوښت پنځوس نجونې راغلي دي، چې د يونما د دفتر مامورين ورته د رايو د پروسې په هکله ټريننګ ورکوي، کيدای شي چې هغوی ستاسې ستونزه حل کړي.
ما وی چې دا به نو څنګه امکان ولري چې له ټريننګ څخه دې نجونې راولاړې شي او موږ ته دې په ډرامه خبرې وکړي؟ يوه ځوان وويل چې د لېسې مدير زما پلار دی زه درسره ځم، کېدای شي چې نجونې درته خبرو کولو ته حاضرې کړي.دا ځوان له موږ سره په موټر کې سپور شو او د نجونې لېسې ته ننوتو. زموږ  هيله د لېسې مدير د ټريننګ ګروپ سره شريکه کړه او هغوی د نيم ساعت له پاره نجونو ته اجازه ورکړه . نجونې د لېسې له مدير سره د لېسې مديريت ته ننوتې او زموږ له ګروپ څخه ښځينه همکارې ورغلې. ما ورسره د مجلو يو بنډل هم واخيست چې د کمپوز او ډيزاينر په توګه پرې زما نوم هم ليکل شوی و. همکارو ښځو ته مې وويل چې دا مجلې په دې خويندو وويشي.
موږ  د لېسې په چوتره کې چې يوه پلاستيکي ستنرنجۍ په کې له پخوا نه غوړېدلې وه، د لېسې د ښوونکو سره کيناستو.  دلته د قاري بابا په نوم يوه ښوونکی و چې په دواړو سترګو ړوند و. دا هم د نوي کور، نوي ژوند ډرامې دايمي اورېدونکی و. له دې سره مو هم د ډرامې په هکله خبرې پېل کړې. قاري بابا په خپلو خبرو کې پنځلس کاله وړاندې ډرامې ته په پام کې نيولو سره د ډرامې ډېر سټوري لينونه موږ ته بيان کړل. دی دومره د ډرامې مينه وال و چې د ډرامې ډېرو کرکټرونو سره يې له نېږدې هم پېژدګلو پيدا کړی و ه په ځانګړې توګه له ناظر سره خو يې دومره آشنايي جوړه کړې وه چې ويل يې په مياشت کې يوه غرمه اويا يوه شپه له ماسره په کلي تېروي.
زه له قاري بابا سره په خبرو بوخت وم چې د لېسې مدير زموږ تر خوا راغی او له سلامه وروسته يې وويل چې تاسې کې عابد څوک دی؟
زه ورپورته شوم او هغه راته وويل چې ما پسې راځه. نيغ يې د نجونو خواته وروستم. د مديريت په دروازه چې څنګه ننوتم ټولې نجونې راولاړې شوې او سلام عليک يې راسره وکړ. زه حېران  غوندې شوم. زموږ همکارې نجيبه جان رانه وويل  چې زموږ خبرې نورې خلاصې دي، دې خويندو ستا نوم په مجله کې وليد او موږ ته يې وويل چې تاسې سره خو داعابد او کاروان صېب هم کار کوي دوی ولې سروی ته نه راځي؟
نجيبه جان وويل چې ما ورته ويل چې کاروان صېب خو ډېر مصروف وي او عابد له موږ سره راغلی دی.
يوې نجلۍ د نورو په استازيتوب راسره خبرې پېل کړې. ويل چې موږ د ننګرهار اف ايم راډيوګانو او ملي راډيو هميشه اورو چې کله خو په کې ته ميلمه يې او ډېر وخت  ستا سې شعرونه د راډيو له لارې اورو  چې کله ستا په غږ کې وي او کله يې نور څوک وايي. موږ ډېره هيله لرله چې تاسې له نېږدې نه وګورو.
يوه يې ويل چې تا چې کله د ننکرهار راډيو ته منظوم ليکونه ويل نو ما به په ډېره مينه اوريدل او دا به مې ويل چې دا به کومه بختوره نجلۍ وي چې تاسې ورته شعرونه ووايئ.
بلې يې ويل چې په کومه شپه د ننګرهار ملي راډيو ته تا د مجبورۍ د شپې په نوم کوم منظوم ليک خپلې مورته ويلو زه ستاسې په نيمګړي ژوند ډېره خواشيني شوې اوم. درې څلور و يې راته وويل چې کتابونه مې هم لري، خو درې څلورو يې ويل چې موږ سره نشته که زه يې ولرم او دوی ته خپل کتابونه ورکړم. زه موټر ته ورغلم او د لنډو کيسو يوکتاب  مې راسره و. هغه مې وروړو او ومې ويل چې زه ډېره بخښنه غواړم چې اوس ما سره زما د شعرونو کتابونه نشته البته د کيسو دا يو کتاب لرم زه نه پوهيږم چې چاته يې ورکړم. ځکه تاسې ټول دا هيله لرئ چې کتاب مې ولرئ. ټولو نجونو راته کتل چې زه به دا کتاب اوس چاته ورکوم او ما هم دا پريکړه نه شوه کولی چې کومې يوې ته يې ورکړم. د ليسې مدير ته مې ور وکتل، هغه ويل چې په دې ميز دې کتاب واچوه دوی دې پرې پچه واچوي. په دې وخت کې ما ته ځان له ډېرې حيا نه ډېروړوکی ښکاره شو. له ټولو مې مننه وکړه او خوښي مې څرګنده کړه چې د خپل شعر د مينه والو سره  مې مخ په مخ وليدل.

نسيم پرنس 30.10.2012 14:03

سلامونه اونيکي هيلي مي قبولې کړی ،،ګران عابد صاحب٠
ډيره خوږه اوپه زړه پورې خاطره وه په رښتياچي ډيرخونديي راکړو، اوډيرزيات خوښ يم چي بيا هم په ګران افغانستان کي دليک لوست ډير زيات قدرشته ،

جلال 31.03.2010 12:28

سلامونه باز صیب!

ما به چې کله ستاسې شعرونه او خاطری لوستلې نو د دغه خویندو غوندې به مې غوښتل چې تاسې له نژدې ووینم هم هغه و چې زما ارمان هم پوره شو یوه ورځ مو په افغان ادبي بهیر کې له نژدې وکتل ستړی مشي خواره مشي مو سره وکړه.

د ډاکټر صېب میاخیل خبره چې د زرو قدر په زرګر وی. په دې هیله چې یوه ورځ زموږ ټول ورونه او خویندې د علم د ستر نعمت نه برخمن شي او زموږ په دې غم ځپلې ټولنه کې ستاسې غوندې فرهنګي او په وطن مین خلک وپیژني.

خدای مو ژوندې لره په قلم مو برکت.

اسدالله ستانكزی 03.02.2010 12:28

سلامونه او نېکې هیلې مې ومنی
عابد صیب ستاسو خاطره په زړه پورې ده،همدارنګه ما ستاسو بعضې اشعار لوستي دي،ډېر په زړه پورې دي،خدای دې ستاسو د قلم څوکه تېره لري تر څود خپلې خوږې او وریښمینې ژبې لپاره خدمت وکړی،نو په آخر کې یو بیت شعر دی چې ټولو مینوالو ته یې ډالۍ کوم، که مې خدای نه غلطی دا شعر به د کاروان صیب وي چې تاسو ته یې وړاندې کوم..
په پښتني مینه :اسدالله ستانکزی
stanikzay2008@hotmail.com

ښکلیه لږ خو د ساحل غاړې ته راشه
چې جذبات مې لکه سیند څپه څپه شي

ډاکټر مياخيل له جرمني نه 30.12.2009 02:28

پياوړي عابد صاحب!!!
وایي چه د زرو په قدر زرګر پوهيږی,دا ستاسی خپل قلمې استعداد او بصيرت دي,چه
خلک مو د ځان ميينان کړې دې.او د شعر او شاعرۍ مينه وال مو دليدلو ليوال ان چه
ارمانجن هم دې.که ستاسي د قلم څوکه تيره نه وه,نو بيا به داسی نه وه
لکه چه وايي:شي هو چندان شي نه ؤ ,خو نوم يي فتح خان ؤ.

تورې ډيری دې خو د خالد غواړی:ته خالد بن وليد شه جهان ستا دي
لا برياليتوب دې غواړم.په درنښت.

ستاسی مينه وال او خواخوږی ميا خيل هغه چه فيروز شاه ؤ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.